د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث محمد یعقوب نیازي له تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۶ - ۸:۴۵
Visiting from Teaching hospital

نن ورځ ۱۴۰۱ ل.ل کال د لیندۍ میاشتې ۲۴مه نیټه چې د ۱۴۴۴ هـ.ق د جمادي الاول میاشتې ۲۱مې نیټې سره برابره ده، د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث محمد یعقوب نیازي په داسې حال کې چې د شیخ زاید پوهنتون علمي او محصلانو چارو مرسیتالانو او د تدریسي روغتون ډاکټرانو یې ملتیا کوله، د تدریسي روغتون له بېلا بېلو برخو څخه یې لیدنه او د ځینو مریضانو سره یې له نږدې پوښتنه وکړه.

ښاغلي نیازي د تدریسي روغتون په لیدو خوښي څرګنده کړه او د تدریسي روغتون له ډاکترانو سره د ستونزو د حل او نورو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

دکادری روغتون څخه لیدنه

 

شیخ صاحبکادری روغتون

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا او ماشین زده‌ کړې له بنسټیزو مفاهیمو څخه تر عملي پروژې جوړولو پورې علمي ورکشاپ وړاندې شو.

په ياد علمي ورکشاپ کې د شيخ زايد پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي استادانو او محصلانو سربېره د ياد پوهنځي رئيس پوهنمل عبدالرحيم احمدي هم برخه لرله، چې د کمپيوټر ساينس پوهنځي څلورم ټولګي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د علمي ليکنې تر سرليک لاندې سيمينار وړاندې شو.

د مسلکي پرمختيا مرکز کې د شيخ زايد پوهتون ټولو څانګو نويو ګمارل شويو استادانو ته د علمي ليکنې تر سرليک لاندې یو ورځی سيمينار وړاندې شو.

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۵۲
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو کنفرانس ترسره شو.

شیخ زاید پوهنتون کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلې د يو کنفرانس په ترڅ کې له ښکېلو خواوو سره شريکې شوې.

BACK TO NEWS