د شیخ زاید پوهنتون د روغنیاتو او ګاز قرارداد په اړه:

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۶ - ۱۳:۵۲
SZU

    دشیخ زاید پوهنتون اداره  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې  د اعلان د نشر له نیټې څخه دروان(1401) کال  دلوې  میاشتې(13) نیټې د ماذدیګر تر 3:30 بجو پوري د (4)قلمه روغنیاتو او مایع ګاز   قرارداد چاپي شرطپاڼه د نوموړي پوهنتون تهیه  تدارکاتو آمریت  څخه، چې د اقتصاد پوهنځي لومړي پوړ کې موقعیت لري،  تر لاسه او په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

    همدارنګه خپل آفرونه  په سربسته توګه د شرطپاڼې د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق  د همدې میاشتې (15)نیټې،  د غرمې مخکې 10:00بجو پوري د تهیه او تدارکاتو آمریت کې ټاکل شوي صندوق ته  په خپل لاس واچوي.

ناوخت رسیده او انټرنیټې آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین  د شرطپاڼې مطابق په د بانک ګرانټي په ډول  اخیستل کیږي او د افر پرانیستنې غونډه به د دلوې  میاشتې په (15)نیټه د غرمې مخکې 10:05 بجې د مالي اداري چارو معاونیت کې چې ریاست مقام ودانۍ لومړي پوړ کې موقعیت لري،  دایریږي.

په درنښت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا او ماشین زده‌ کړې له بنسټیزو مفاهیمو څخه تر عملي پروژې جوړولو پورې علمي ورکشاپ وړاندې شو.

په ياد علمي ورکشاپ کې د شيخ زايد پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي استادانو او محصلانو سربېره د ياد پوهنځي رئيس پوهنمل عبدالرحيم احمدي هم برخه لرله، چې د کمپيوټر ساينس پوهنځي څلورم ټولګي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د علمي ليکنې تر سرليک لاندې سيمينار وړاندې شو.

د مسلکي پرمختيا مرکز کې د شيخ زايد پوهتون ټولو څانګو نويو ګمارل شويو استادانو ته د علمي ليکنې تر سرليک لاندې یو ورځی سيمينار وړاندې شو.

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۵۲
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو کنفرانس ترسره شو.

شیخ زاید پوهنتون کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلې د يو کنفرانس په ترڅ کې له ښکېلو خواوو سره شريکې شوې.

BACK TO NEWS