د شیخ زاید تدریسي روغتون د (204)قلمه درملو قرارداد چاپي شرطپاڼې په اړه:
دشیخ زاید پوهنتون اداره ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د اعلان د نشر له نیټې څخه د روان(1403) کال اسد میاشتې(2)نیټې پوري د (204)قلمه درملو قرارداد چاپي شرطپاڼه د نوموړي پوهنتون تهیه تدارکاتو آمریت څخه، چې د نوي لیلیې ودانۍ کې موقعیت لري، تر لاسه او په داوطلبي کې ګډون وکړي.
همدارنګه خپل آفرونه په سر تړلي توګه د شرطپاڼې د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق د همدې میاشتې (3)نیټې د غرمې مخکې 10:00بجو پوري د تهیه او تدارکاتو آمریت کې ټاکل شوي صندوق ته په خپل لاس واچوي.
ناوخت رسیده او انټرنيټې آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د شرطپاڼې مطابق په نقدي ډول اخیستل کیږي او د افر پرانیستنې غونډه به د اسد میاشتې په (3)نیټه د غرمې مخکې 10:10 بجې د تهیه او تدارکاتو آمریت کې چې د نوي لیلیې ودانۍ په لومړي پوړ کې موقعیت لري، دایریږي.