د شیخ زاید پوهنتون رئیس :
شیخ الحدیث مسلمین راشد
د دوکتور شيخ الحديث مولوي مسلمين راشد ژوندلیک
په اسلامي نړۍ کې تل داسې ستوري ځلېدلي چې د خپل علم، تقوا، او اخلاص په رڼا سره یې د ملتونو او امتونو راتلونکی ته لارښوونه کړې. دوی د علمي علومو د ترویج، د ديني ارزښتونو د ساتنې، او د اخلاقو او روحانیت د لوړولو لپاره د ژوندي مثالونو په توګه یادېږي. له دغو عظیمو شخصیتونو څخه یو نوم د دوکتور شيخ الحديث مولوي مسلمين راشد دی، چې د خپل علمي او روحاني عظمت په برکت یې په سلګونو زړونه روښانه کړي او د زده کړې تږي زلمیان یې د معرفت په جام سیراب کړي دي.
محترم دوکتور شیخ الحديث مولوي مسليمن راشد د نورالله صاحب زوی په) ۱۳۵۱ (هـ ش کال د حمل مياشتې په لومړۍ نېټه په کابل ولايت کې د سروبي ولسوالۍ د کوتاګۍ کلي په يوې دينداره او مجاهده کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې.
ښاغلی راشد د کمونيستي کودتا وروسته په ماشومتوب د خپلې کورنۍ سره پاکستان هېواد ته هجرت وکړ او هلته يې د ژوند لومړنۍ ديني علومو زده کړې په جامعه "مفتاح العلوم ضلع هنګو پاکستان" کې ترسره کړې او پاتې نورې د عاليې او عالميې زده کړې يې په مشهوره جامعه (دارالعلوم سراج السلام کاهی هنګو پاکستان) کې په(۱۴۱۷) هـ ق کال کې بشپړې کړې.
د اسلامي امارت د بيا ځلې واکمنيدو ورسته علماء کرامو ته د علمي رتبې ورکولو له جملې چې نوموړی (۲۷) کاله په مختلفو مدرسو کې د فنونو او حديثو تدريس کړی او پنځه تصانيف لري، د لوړو زده کړو وزارت اړوند د ديني جامعاتو او تخصصاتو عمومي رياست له لوري د عاليقدر اميرالمومنين شيخ القرآن والحديث مولوي هبة الله آخندزاده د حکم سره سم يې اسناد د عالميه العليا (دوکتورا) په کچه واارزول شول.
په دیني علومو کې د مولوي مسلمين راشد د ژور فهم بنسټ هغه استادان وو چې د علم، تقوا، او د اسلامي لارښوونو بې ساري مثالونه ګڼل کېږي. د هغه د استادانو له ډلې څخه، شيخ صاحب عبدالستار، شيخ الحديث عبدالرشيد مرحوم، شيخ الحديث، عبدالسلام، شيخ الحديث فيض الله صاحب، شيخ صاحب مغفورالله بابا، ديربابا، شيخ صاحب انورالحق، مفتي صاحب سيف الله او شيخ صاحب سميع الله شامل دي. دغو علمي ستورو د مولوي صاحب د شخصیت په ودې کې ځانګړی نقش لوبولی دی.
دا چې مولوي مسلمين راشد علمي سفر د تدریس په ډګر کې لا نور پرمختګ هم وکړ او د هجرت په دوره کې د اسلامي امارت مجاهدينو ته د اصلاحي بيانونو سربېره یې د "دارالایتام محمد بن حسن شبانی " د مسئولیت دروند بار په اوږو واخیست او اوسمهال د هغه ستر علمي او تدریسي رول د خوست په شیخ زاید پوهنتون کې د رئیس په توګه د امت لپاره ښکاره برکتونه لري.
دوکتور مولوي مسلمين راشد د علمي فکر او قلم ځانګړی نعمت په خپله برخه کې په اغېزمنه توګه کارولی. د هغه په زړه پورې لیکنې او کتابونه د اسلامي علومو په مختلفو برخو کې د لارښوونې غوره منابع ګڼل کېږي. د "ارشادالحديث" څلور جلده، "خطبات الراشده العاليه" چې د "الهدایه" شرح ده، او "اصولی عالی" چې د "فصول اکبري" شرح ده، د نوموړي د تصنیفي بوختیاوو له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.
مولوي مسلمين راشد نه یوازې د علم او تدریس په ډګر کې مخکښ دی، بلکې د ټولنې د سمون او لارښوونې لپاره یې د زړه له کومې هلې ځلې کړې دي چې دا د نوموړي د اخلاص او علمي هلو ځلو څرګندې نښې دي.
- الجامعه فاروقیه ډاډکمر کرم ایجنسي
- منبع الجهاد لوګر پل زاید آباد
- جامعه خالد بن ولید درسمند ضلع هنګو پاکستان
چې په دې مدرسو کې زرګونه زده کوونکي د اسلامي علومو د ژورو زده کړو په هڅه بوخت دي.
دوکتور شيخ الحديث مولوي مسلمين راشد د دیني علم د سمندر ژورې څپې تر شا پرېښې دي. هغه د خپل ژوند په اوږدو کې د علمي او ټولنیزو فعالیتونو یو روښانه تاریخ جوړ کړ. د هغه هڅې او قربانۍ به د نسلونو لپاره د الهام او لارښوونې سرچینه وي، او د اسلامي نړۍ په تاریخ کې به د علم او عرفان یو ځلانده باب پاتې شي.
د راشد صاحب ژوندلیک د هغه د اخلاص، علم، او خدمتي روح یوه روښانه هنداره ده چې د امت د ځوانانو لپاره د لارښوونې او الهي پوهې یو بیلګه ده.