د شيخ زايد پوهنتون اداري خالي بستونو ازموینه واخيستل شوه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۳۹
vcfhjnbvgf

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د مرغومي مياشتې ۲۳مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۲۳مې نيټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د تدریسي روغتون او اداري بستونو لپاره له ۳۳ نوماندانو څخه ازموینه واخيستل شوه.
د ازموینې د پيل په مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل نور الله حسین خېل د ازموینې د پوره شفافيت ډاډ ور کړ.
په یاده ازموینه کې ۳۳ کسانو ګډون درلود چې په ترڅ کې به یې د تدریسي روغتون لپاره، د نسایي ولادي او د سترګو  متخصصين، د وینې بانګ او معلوماتي ټکنالوژي ټکنشن بستونو لپاره وړ او استعداد لرونکي کسان وګمارل شي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

د لومړيو ټولګيو محصلانو ته د کمپيوټر زده کړې مهارتونو شل ورځنی کورس پيل شو.

د شیخ زايد پوهنتنون محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري د اوو پوهنځيو ښوونې او روزنې، ژبې او ادبيات، کرنې، طب، ژورنالېزم او عامه اړیکې، وترنري علومو او ټولنيزو علومو محصلانو لپاره د. . .

BACK TO NEWS