د شيخ زايد پوهنتون اداري خالي بستونو ازموینه واخيستل شوه.
نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د مرغومي مياشتې ۲۳مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۲۳مې نيټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د تدریسي روغتون او اداري بستونو لپاره له ۳۳ نوماندانو څخه ازموینه واخيستل شوه.
د ازموینې د پيل په مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل نور الله حسین خېل د ازموینې د پوره شفافيت ډاډ ور کړ.
په یاده ازموینه کې ۳۳ کسانو ګډون درلود چې په ترڅ کې به یې د تدریسي روغتون لپاره، د نسایي ولادي او د سترګو متخصصين، د وینې بانګ او معلوماتي ټکنالوژي ټکنشن بستونو لپاره وړ او استعداد لرونکي کسان وګمارل شي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت
