د سرسبزۍ کمیټې لخوا د ریاست مقام دفتر کې غونډه وشوه
نن ورځ ۱۴۰۱هـ.ش کال د حمل میاشتې ۱۳مه نیټه، چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د رمضان میاشتې ۱۱مې نیټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون د سرسبزۍ کمیټې لخوا غونډه وشوه، غونډه د قرآن کریم څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د یادې کمیټې مشر نجیب الله تڼیوال د غونډې اجنډا په اړه معلومات وړاندې او د پوهنتون پارکونو جوړولو ډیزاین او براورد یې غونډې ته وړاندې
کړ، چې په نږدي راتلونکي کې به یې کارونه پیل شي.
په غونډه کې د خرما باغ لپاره د ځای، د خرما په تکثیر او ترویج بحث ترسره شو، چې کارونه به یې په راتلونکي کې پیل شي.
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت