د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی
لیدلوری ( Visio)
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د اسلامي، ملي او سیمه ییزو ارزښتونو په نظر کې نیولو سره د سیاسي او حقوقي مسایلو د زده کړو لپاره ژمن علمي مرکز دی.
رسالت ( Mission )
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د ټولو علمي او اکاډمیکو شرایطو لرونکو کسانو لپاره د معیاري حقوقي او سیاسي زده کړو زمینه مساعدوي او نوموړی نهاد دې ته په کلکه ژمن دی، چې خپلې ټولنې او هېواد ته د خدمت په موخه د سیاسي، عدلي او قضایي ارګانونو لپاره پياوړي مسلکي کادرونه وروزي او جامعې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي، د افغانستان سیاسي، اقتصادي انکشاف او ټولنیزو چارو په پراختیا، د قانون حاکمیت، د ملي وحدت او ثبات په توسعه کې په بشپړه توګه ونډه واخلي، ترڅو د ټولنې ضرورتونو او غوښتنو په نظر کې نیولو سره د مستندو کړنو په اساس مقانع و اوسي.
موخې:
۱ـ اسلامي ارزښتونو ته احترام او باور
۲ـ معیاري تدریس، تحقیق او د نورو علمي لاسته راوړنو ته احترام
۳ـد ملي وحدت او سیاسي ثبات ټینګښت
۴ـ د اخلاقو او انساني کرامت ساتنه
۵ـ عدالت او برابري
۶ـ په حقوقي او سیاسي برخه کې د باکیفیته لوړو تحصیلاتو وړاندې کول
۷ـ د ماسټري برنامې ایجاد د ټولنې د غوښتنې او ضرورتونو د تکافو لپاره
د حقوقو پوهنځی ماموريت او لرليد په ۱۴۰۱ / ۱۲ / ۱۳ نیټه ( ۱۱ ) پروتوکول د حقوقو پوهنځي په علمي شورا کې د رایو په یوالي سره تائيد شوی دی.
د حقوقو دیپارتمنت
لرلید
د حقوقو دیپارتمنت د یو معتبر علمي نهاد په توګه په لوړ کیفیت سره د حقوقي زده کړو علمي، تدریسي او څېړنیز مرکز دی، چې د ټولنې حقوقي ضرورتونو ته د ځواب ویلو له لارې به په ملي کچه د لوړ اعتبار څخه برخمن وي.
د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو دیپارتمنت
لرليد
دسياسي علومو او نړیوالو اړيکو دیپارتمنټ د یو معتربر علمي نهاد په توګه په لوړ کیفيت سره د سياسي علومو او نيوالو اړیکو د زده کړو په برخه کې علمي، تدریسي او څېړنيز مرکز دی، چې په يادو برخو کې د ټولنې ضرورتونو ته د ځواب ویلو له لارې به په ملي کچه د لوړ اعتبار څخه برخمن وي.
رسالت
د سیاسي علومو اونړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ د ټولو شرایط لرونکو اشخاصو لپاره د معاصرو تدریسي او څېړنيزو میتودونو له لارې د معاصرو معياري زده کړو زمينه مساعدوي، چې ټولنې ته د خدمت په موخه د ادارې دو سياسي نهادونو لپاره د پیاوړو او مسلکي کادرونو د وړاندې کولو له لارې د افغانستاد اداري او سياسي نهادونو پياوړتيا یې ومطلوبه پایله ده.