د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی ریس

د حقوقو اوسیاسی علومو پوهنځی  ریس

پوهنمل محمدشفیق مندوزي 

 د ريس پیغام:

 د ټولنې ترقي او پرمختک چې، ټولنیزې اسانتیاوې او په  ټوله کې په هره برخه کې د دولت انکشاف او ثبات تضمین کړي؛ نو اړینه ده چې، دولت په هره برخه کې متخصصین او کادرونه ولري او په ټولنه کې د متخصصینو او کادرونو روزنه او تربیه د علمي او اکاډمیکو مرکزونو او بنسټونو د اساسي موخو او اهدافو څخه ګڼل کیږي. تر څو  د خپل ځان، کورنۍ او  ټولنې  اړتیاوې او ضرورتونه د مشروع او قانوني لارې پوره او  د سوکاله او ارام ژوند شرایط برابر کړي. هر علمي پروګرام او برنامه د ټولنې د عیني ضرورتونو  پر بنسټ  رامنځته کیږي. ټولنې ته د ماهرو متخصصینو او باکیفیته کادرونو وړاندې کول د هر علمي پروګرام او برنامې بریالیتوب ګڼل کیږي. د علمي پروګرام بریالیتوب هغه وخت شونی دې چې لوړ علمي او آموزشي اهداف او موخې او د موخو او اهدافو د ترلاسه کولو لپاره منظم پلان ولري. نو پدې اساس په ټولنه کي د قانون حاکمیت، نظم، ثبات، او عدالت د رامنځته کولو او د هر ډول غير قانوني کړنو، بې عدالتيو د مخنيوي او  هغې سره د مبارزې لپاره د وړ او مسلکي کادرونو او متخصصینو  روزنه او ټولنې ته وړاندې کول زموږ عمده اهداف تشکيلوي،  تر څو په عدلي ـ قضائي، سياسي او اداري برخو کې موثر او مثمر مديريت رامنځته شي