د اقتصاد پوهنځی د رئیس پیغام
د تمدنونو د ایجاد او بقا لپاره اقتصاد ځانګړی ارزښت لري . د پخوانیو تمدنونو زوال او له منځه تلو یو لامل د هغوی د اقتصاد خرابوالی ګڼل کیږي. پخواني تمدنونه په هغه ځایونو کې رامنځته شوي چې ښیرازه کروندې يې درلودې. په اوسني وخت کې د نفوسو زیاته ګڼه ګوڼه هم په هغه ځایونو کې ترسترګو کیږي چې پراخه ښیرازه کروندې لري او کرنه يي د وخت د غوښتنو سره سم د پرمختګ او هوسا ژوند لپاره ګامونه اخلي. په اوسني عصرکې نړیوال په دې هڅه کې دي چې زیاتیدونکي نفوس لپاره د خوراک، پوښاک او داسې نورې اړتیاوې په کور د ننه پوره او حل کړي او د وګړو د مهاجرت ، بیوزلۍ ، فقر او لوږې ته د پای ټکی کیږدي .دا کارونه بېغیر د پوهې او تکنالوژۍ څخه ناشوني ګڼل کیږي. په کرنه کې چې څومره پرمختګ شوی دا د پوهانو او زیارکښانو هغه ثمره ده چې نننۍ نړۍ يي په اقتصادي توکو بسیا کړي ده . که څه هم په نړۍ کې په ځینو ځایونو کې لوږه او فقر خپل ناولی سیوری په ځینو ټولنو باندې غوړولی،خو بیا هم که د نړۍ موجوده اقتصادي توکي د نړۍ په نفوس په مساویانه ډول ووشل شي،د هغوی د اړتیاوو څخه زیاتیدلی شي.
د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د اقتصاد پوهنتونونه، کرنیزي ادارې، زراعتي څیړنیز مراکز او داسې نور اړوند موسسات ددې لپاره کار کوي چې د نړۍ لپاره د خوراک، پوښاک، څښاک او داسې نور توکي د وخت د غوښتنو سره سم تولید او د هوسا او بسیا ژوند لپاره د خلکو په اختیار کې ورکړل شي. افغانستان هم نوموړو موخو او اهدافو ته د رسیدلو لپاره په بیلابیلو ولایتونو کې د اقتصاد مراکز او اقتصاد پوهنځی ایجاد کړي دي ترڅو ټولنې ته هغه کادرونه وړاندې کړي چې نوموړو موخو ته په اسانۍ سره رسیدلی شي. د زیاتیدونکي نفوس لپاره خوراکي توکي او نور په اقتصاد پورې اړوند شیان د اقتصادي پوهې او تکنالوژۍ څخه پرته امکان نه لري، نو ددې لپاره زموږ هیواد ورو ورو ګامونه اخلي ترڅو وکولای شي چې اقتصاد پورې اړوند ټولې اړتیاوې په داخل د هیواد کې حل کړي او کرنیز توکي نورو هیوادونو ته هم صادر کړي.
شیخ زاید پوهنتون د افغانستان په جنوب ختیځ د خوست په ولایت کې تاسیس شوی او د نورو پوهنځیو ترڅنګ اقتصاد پوهنځی هم په خپل تشکیل کې لري. پدې څو کلن یون کې اقتصاد پوهنځی وکولی شول چې په سل ګونو ځوان کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي او په اوسني وخت کې د افغانستان په بیلابیلو ادارو کې خپلو سپیڅلو دندو ته دوام ورکوي. اقتصاد پوهنځی په خپلو فارغانو باندې ویاړي چې د خپل ماموریت په دوران کې ښې لاسته راوړنې لري او د دوی له برکته په اداراتو کې د سمون او پرمختګ څرک لیدل کیږي. د نورې نړۍ اقتصاد پوهنځی چې څومره امکانات لري زموږ پوهنځی يي نه لري، ولې کوم کوښښونه چې موږ شروع کړي دي په ډیر لنډ وخت کې به ان شاالله د موجوده دولت په همکارۍ سره د ټولو امکاناتو څخه برخمن شي .زموږ د پوهنځی تولو استادانو د خپلو هڅو له کبله وکولی شول چې د محصلانو لپاره د غوره او باکیفیته زده کړو زمینه مساعده کړي. خپلو دندو او وظایفو ته په اخلاص او وفادرۍ دوام ورکوي او خپلو سپیڅلو موخو ته د رسیدلو لپاره په یووالي کار کوي.
په درنښت
پوهنمل شرف الدین شرف
د اقتصاد پوهنځی رئیس
د استاد پوهنمل شرف الدین شرف ژوند لیک:
محترم استاد پوهنمل شرف الدین شرف د مرحوم ذاهدالدین زوی چې په ۱۳۶۶ هـ ش کال کې د خوست ولایت اسمعیل خیل او مندوزي ولسوالۍ د اسمعیل خیلو قوم دمټه خان په کابل خیلو کلي په یوه دینداره کورنۍ کې زیږیدلی دی لومړنۍ زده کړې یې د اسمعیل خیلو قوم اړوند مټه خان لیسه کې تر سره کړي او د لیسې دورې زده کړې یې د الفتح عالي مرکزي لیسه کې تر سره کړي او په ۱۳۸۴ هـ ش کال کې په اعلی درجه فارغ شوی دی. د فراغت وروسته په ۱۳۸۵ هـ ش کال کې د کانکور له لارې د شیخ زاید پوهنتون اقتصاد پوهنځی ته بریالی شوی او په ۱۳۸۸ هـ ش کال کې په کادري درجې سره د نوموړي پوهنځي څخه فارغ شوی دی. د فراغت وروسته یې د استادۍ مقدسې دندې تکل وکړ چې په ۱۳۹۰ هـ ش کال کې د ازاد رقابت له لارې شیخ زاید پوهنتون اقتصاد پوهنځی ته په لوړو نمرو سره بریالی او مقرر شو. محترم استاد شرف الدین شرف د وخت د غوښتې په اساس د یو کلن فیلوشیپ لپاره جرمني هیواد ته په ۱۳۹۳ هـ ش کال کې ولیږل شو او په ۱۳۹۴ هـ ش کال کې بیرته خپل هیواد او دندې ته راستون شو. د فیلوشیپ وروسته د پوهنځي ریاست د لزومدید په اساس ورته د اقتصاد پوهنځی معاونیت چارې د ۱۳۹۴ هـ ش کال څخه تر ۱۳۹۶ هـ ش کال پورې ور وسپارل شوې، چې د بریالي معاونیت وروسته د ماستري برنامې لپاره کابل پوهنتون ته په ۱۳۹۶ هـ ش کال کې معرفي شو او په مالي او بانکي څانګه کې یې د ماستري دوره په ۱۳۹۷ هـ ش کال کې په کامیابۍ سره سرته ورسوله او له هغې وروسته ورته یو لړ مسولیتونه وسپارل شول چې یو هم د هغې مسولیتونو څخه د اداره او تجارت څانګې امریت وو چې په ۱۳۹۸ کال څخه د ۱۳۹۹ کال اخیر پورې د اداره او تجارت څانګې امر وو.
محترم استاد پوهنمل شرف الدین شرف د اداري کړنو ترڅنګ په علمي برخه کې هم د پام وړ لاسته راوړنې لري. نوموړي استاد درې پښتو ژبې مقالې، دوې نړیوالې مقالې په داخلي او خارجي معتبرو ژورنالونو کې خپرې کړي دي او یو چاپي اثر د کاروبار پیژندنې په نوم سره لري. د اقتصاد پوهنځی پخوانی رئیس محترم پوهنوال دوکتور رحیم جان دردمل صاحب د تقاعد وروسته د اقتصاد پوهنځی لپاره په ۱۳۹۹ کال کې رئیس وټاکل شو چې اوس هم د بېلا بېلو کمیټو او مسولیتونو ترڅنګ د اقتصاد پوهنځي ریاست مسولیت ور له غاړې دی.
په درنښت
پوهنمل شرف الدین شرف