ریس پوهنځی اقتصاد

دوکتور رحـــــــــــــــــــــــــــیم جان دردمل 

د ریس پیغام:

د تمدنونو د ایجاد او بقا لپاره اقتصاد ځانګړی ارزښت لري. د پخوانیو تمدنونو زوال او له منځه تلو یو لامل د هغوی د اقتصاد خرابوالی ګڼل کیږي. پخواني تمدنونه په هغه ځایونو کې رامنځته شوي چې ښیرازه کروندې يي درلودې. په اوسني وخت کې د نفوسو زیاته ګڼه ګوڼه هم په هغه ځایونو کې ترسترګو کیږي چې پراخه ښیرازه کروندې لري او کرنه يي د وخت د غوښتنو سره سم د پرمختګ او هوسا ژوند لپاره ګامونه اخلي. په اوسني عصر کې نړیوال په دې هڅه کې دي چې زیاتیدونکي نفوس لپاره د خوراک، پوښاک او داسې نورې اړتیاوې په کور د ننه پوره او حل کړي او د وګړو د مهاجرت، بیوزلۍ، فقر او لوږې ته د پای ټکی کیږدي. دا کارونه بې غیر د پوهې او تکنالوژۍ څخه ناشوني ګڼل کیږي. په کرنه کې چې څومره پرمختګ شوی دا د پوهانو او زیارکښانو هغه ثمره ده چې د نننۍ نړۍ يي په اقتصادي توکو بسیا کړي ده . که څه هم په نړۍ کې په ځینو ځایونو کې لوږه او فقر خپل ناولی سیوری په ځینو ټولنو باندې غوړولی، خو بیا هم که د نړۍ موجوده اقتصادي توکي د نړۍ په نفوس په مساویانه ډول ووشل شي، د هغوی د اړتیاوو څخه زیاتیدلی شي.

د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د اقتصاد پوهنتونونه، کرنیزي ادارې، زراعتي څیړنیز مراکز او داسې نور اړوند موسسات ددې لپاره کار کوي چې د نړۍ لپاره د خوراک، پوښاک، څښاک او داسې نور توکي د وخت د غوښتنو سره سم تولید او د هوسا او بسیا ژوند لپاره د خلکو په اختیار کې ورکړل شي. افغانستان هم نوموړو موخو او اهدافو ته د ریسدلو لپاره په بیلابیلو ولایتونو کې د اقتصاد مراکز او اقتصاد پوهنځۍ ایجاد کړي دي ترڅو ټولنې ته هغه کادرونه وړاندې کړي چې نوموړو موخو ته په اسانۍ سره رسیدلی شي.

د زیاتیدونکي نفوس لپاره خوراکي توکي او نور په اقتصاد پورې اړوند شیان د اقتصادي پوهې او تکنالوژۍ څخه پرته امکان نه لري، نو ددې لپاره زموږ هیواد ورو ورو ګامونه اخلي ترڅو وکولای شي چې اقتصاد پورې اړوند ټولې اړتیاوې په داخل د هیواد کې حل کړي او کرنیز توکي نورو هیوادونو ته هم صادر کړي.

شیخ زاید پوهنتون د افغانستان په جنوب ختیځ د خوست په ولایت کې تاسیس شوی او د نورو پوهنځیو ترڅنګ اقتصاد پوهنځی هم په خپل تشکیل کې لري. پدې څو کلن یون کې اقتصاد پوهنځي وکولی شول چې په سل ګونو ځوان کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي او په اوسني وخت کې د افغانستان په بیلابیلو ادارو کې خپلو سپیڅلو دندو ته دوام ورکوي. اقتصاد پوهنځی په خپلو فارغانو باندې ویاړي چې د خپل ماموریت په دوران کې ښې لاسته راوړنې لري او د دوی له برکته په اداراتو کې د سمون او پرمختګ څرک لیدل کیږي. د نورې نړۍ اقتصاد پوهنځي چې څومره امکانات لري زموږ پوهنځی يي نه لري، ولې کوم کوښښونه چې موږ شروع کړي دي په ډیر لنډ وخت کې به ان شاالله د موجوده دولت په همکارۍ سره د ټولو امکاناتو څخه برخمن شي. زموږ د پوهنځۍ تولو استادانو د خپلو هڅو له کبله وکولی شول چې د محصلانو لپاره د غوره او باکیفیته زده کړو زمینه مساعده کړي. خپلو دندو او وظایفو ته په اخلاص او وفادرۍ دوام ورکوي او خپلو سپیڅلو موخو ته د رسیدلو لپاره په یووالي کار کوي.