د اعتبار ساتنې د چوکټ معيارونو توضيح درې ورځنی سیمينار پیل شو.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۴:۲۳
12

نن سه شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د زمري مياشتې ۱۶مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د صفرالمظفر مياشتې دویمې نيټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت تضمين کیفيت او اعتبار ورکولو رياست له لوري د اعتبار ساتنې د چارچوب معيارونو توضيح درې ورځنی سیمينار پیل شو.

د قرآن الکريم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مسلمين راشد په خپلو خبرو کې وويل: ((عصري علوم دنیاوال هم کوي او مونږ هم؛ خو د علم حاصلولو مقصد باید د دنیا او اخرت

 

nnn

 

نیکمرغي وي، علم هغه وخت مثمر او عبادت ګرځي چې نيت ورته صفا وي.))
نوموړي وویل:((دين هم د کيميت په پرتله کيفيت ته اعتبار ورکړی دی.))
د لوړو زده کړو وزارت څخه د راغلي هيئت مشر او د پروګرامونو د اعتبار ورکؤنې آمر مولوي عبدالروف فروتن په خپلو خبرو کې وویل:((د تضمین کیفیت پروسه په اسلام کې واضحه ده، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ژوند،

444

 

اصول او تګلاره یې روښانه څرګندونه کوي.))
ښاغلي فروتن زياته کړه چې لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونونو د ستونزو، مشکلاتو او نیمګړتياوو ته په کتو د حل په موخه سيمينارونه دايروي، تر څو پر بنسټ یې يادو ستونزو ته حل ومومي.
ورپسې استاد پوهنمل محمد امين، پوهنمل قدرت الله ځواک او دوکتور محمد داود احمدزي د سند ساتلو د پروسې معرفي او د نوموړي چارچوب لنډه شرحه، د پوهنتون په سطحه د سند ساتنې اول، دویم، درېيم او څلورم معيارونه

logo

توضیح کړل.


ياد سيمینار د شيخ زايد پوهنتون د کیفیت لوړونې آمريت او د مسلکي پرمختيا مرکز سره په ګډه همکارۍ ترتيب شوی، چې درې ورځې به دوام وکړي. 
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۵۲
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو کنفرانس ترسره شو.

شیخ زاید پوهنتون کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلې د يو کنفرانس په ترڅ کې له ښکېلو خواوو سره شريکې شوې.

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۲:۴۰
Background image

د ساري ناروغیو مخنیوی، حفظ الصحه او لومړنۍ مرستې تر عنوان لاندې یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.

د سیمینار په پیل کې مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد وینا وکړه، نوموړي د سیمینار په ارزښت، ګټو او اړتیا سربېره، د وخت په قدر او اهمیت باندې مهمې لارښوونې وړاندې کړې.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د انتان مخنيوي او کثافاتو مديريت تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون روغتيا پالانو او خدماتي کارکوونکو ته د انتان مخنيوي، کنترول او د روغتوني کثافاتو د مديريت درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

BACK TO NEWS