د اختصاصي، شپې او دیني مدارسو متفرقه(معذرتي) آزموینې خبرتیا!

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۷ - ۱۱:۲۹

 

ټولو هغو کسانو ته چې د تېرې پنجشنبې ورځې(مرغومي۲۲) د اختصاصي، شپې پوهنځیو او دیني مدارسو په آزموینه کې چې په کابل او ولایاتو کې واخیستل شوه، د واورو د ورښت، لارې بندېدو او بېلا بېلو دلایلو له امله غیر حاضر شوي دي او همدارنګه هغه علماء کرام چې د علمي سویې تثبیت په آزموینه کې په عالیه او خامسه درجو بریالي شوي او تر اوسه یې پورته آزموینو ته نوم لیکنه نه ده کړې او غواړي په دغه معذرتي آزموینه کې ګډون وکړي، کولی شي د ۱۴۰۱ مرغومي ۲۶ دوشنبه ماښام ۵:۰۰ بجو پورې په لاندې لینکونو کې خپل نومونه ثبت کړي، د آزموینې وخت به وروسته اعلان شي.
۱ – د دیني مدارسو ښوونځیو او انسټیټونو(څوارلسم) فارغانو د نوم لیکنې لینک چې په مخکې آزموینه کې غیر حاضر شوي: https://forms.gle/hQjPfYMfWFzGSPFd9
۲ – په خامسه او عالیه درجو د علمي سویې د تثبیت آزموینې کامیاب علماء کرامو د نوم لیکنې لینک:   https://forms.gle/VpoUb2MTfQKMKA5x6
یادونه: آنلاین نوم لیکنه د هغو کسانو لپاره ده چې د تېرې آزموینې(اختصاصي، شپې، دیني مدارسو او علمي سویې د تثبیت) کانکور آی ډي لري.
هغه کسان چې د تېرې پنجشنبې ورځې(اختصاصي، شپې او دیني مدارسو) آزموینې ته یې نوم لیکنه نه وه کړې یعنې کانکور ای ډي نه لري او غواړي آزموینه ورکړي، کولی شي د آزموینو ملي ادارې څخه له یکشنبې مرغومي۲۵ سهار له ۸:۰۰ بجو نوم لیکنې فورم ترلاسه او له طی مراحل وروسته یې د مرغومي ۲۶ دوشنبه ماښام ۵:۰۰ بجو پورې بېرته آزموینو ملي ادارې ته وسپاري.
یادونه: د اختصاصي، شپې، دیني مدارسو او علمي سویې د تثبیت آزموینې ګډونوال چې د خپلې تېرې آزموینې د کانکور ای ډي نمبر یې له یاده وتلی وي، کولی شي په دغه لینک کې خپل ای ډي نمبر ترلاسه کړي: https://nexa.gov.af/fa/list-of-candidates
د متفرقه(معذرتي) آزموینې حق الشمول ۴۰۰ افغانۍ دي او د کارتونو ترلاسه کولو پر وخت آزموینو ملي ادارې مسؤلینو له لوري اخیستل کیږي.
محصلانو چارو معاونیت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا او ماشین زده‌ کړې له بنسټیزو مفاهیمو څخه تر عملي پروژې جوړولو پورې علمي ورکشاپ وړاندې شو.

په ياد علمي ورکشاپ کې د شيخ زايد پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي استادانو او محصلانو سربېره د ياد پوهنځي رئيس پوهنمل عبدالرحيم احمدي هم برخه لرله، چې د کمپيوټر ساينس پوهنځي څلورم ټولګي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د علمي ليکنې تر سرليک لاندې سيمينار وړاندې شو.

د مسلکي پرمختيا مرکز کې د شيخ زايد پوهتون ټولو څانګو نويو ګمارل شويو استادانو ته د علمي ليکنې تر سرليک لاندې یو ورځی سيمينار وړاندې شو.

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۵۲
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو کنفرانس ترسره شو.

شیخ زاید پوهنتون کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلې د يو کنفرانس په ترڅ کې له ښکېلو خواوو سره شريکې شوې.

BACK TO NEWS