بریښنا انجینري څانګه (Electrical Engineering Department)
د برښنا انجینري څانګې د آمر پیغام
انسانان د ژوند له پیل تر اوسه پورې د ژوند په ټولو برخو کې د پرمختګ غوښتونکي وو او له هر ډول هڅې څخه يي مخ نه دي اړولی تر څو وکولای شي هر هغه څه چې په طبیعت کې موجود دي د خپل ځان په ګټه وکاروي.
په همدې خاطر د پوهانو او عالمانو زیاتې هڅې د برښنايي انرژۍ د رامنځ ته کیدو لامل شوي او د برښنايي انرژي د مډرن کېدو لپاره هم په زیاته پیمانه څیړنې شوي. خلاصه دا چې برښنايي انرژي د انسانانو ژوند ته یو ځانګړی رنګ ورکړی. کولاي شو ووایو چې اوس مهال د برښنايي انرژۍ له شتون پرته د انسانانو ژوند ممکن له زیاتو ستونزو سره مخامخ شي. برښنايي انرژي د سپکو او درنو صنایعو د ودې یواځینی لامل دی، چې د نړۍ په زیاتو برخو کې په یاده انرژي باندې پانګونه ورځ په ورځ زیاتیدونکې ده.
د برښنا انجنیري څانګه د تخصصي پوهې، تحقیق او خلاقیت د ترلاسه کولو لپاره د ټول هیواد په کچه یوه علمي او روزه نیزه هسته ده. یادې څانګې ته محصلین د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینې په نتیجه کې ور پیژندل کیږي او جذبیږي. چې د مجربو استادانو په وسیله تربیه کیږي. د ديپارتمنت درسي نصاب همیشه او د کار بازار ته په اړتیا سره تغیریږي او ټولې معاصرې او علمي لاسته راوړنې پکې ځاي پر ځاي کیږي.
په درسې نصاب کې د نظري زده کړو سربیره عملي او ساحوی کارونه هم په نظر کې نیول شوي دي چې همیش تطبیقیږي. د لابراتوارونو د تکمیل او جوړولو لپاره تل د پوهنتون په همکارۍ د موجوده امکاناتو څخه په ګټه اخیستلو سره عملي اقدام شوی او کیږي.
په دې څانګه کې محصلین د تحصیلي دوري په لړ کې مختلف رشتوي مضمونونه زده کوي. د دې څانګې فارغان د بریښنا انرژي د تولید، لیږدوني او توزیع د مدیریت په برخه کې، د لینونو او د بریښنا د توزیع شبکو د ډیزاین او تولیدي پروسو د اتوماتیزه کولو په برخو کې، په مستقل ډول د اختصاصي دندو د ترسره کولو وړتیا لري او کولای شي په یادو برخو کې څیړنیز کارونه هم ترسره کړي. یاده څانګه تل هڅه کوي چې خپلو امکاناتو ته په کتو له عصري تکنالوژي څخه په استفادې خپل محصلین په نظري او عملي ډول په مسلکي توګه وروزي تر څو په ټولنه کې د مختلفو مسلکي دندو د ترسره کولو لپاره وګمارل شي.
د برښنا انجنیري څانګې لنډه پیژندنه
د برښنا انجنیري څانګه په هېواد کې د بریښنا رسونې په برخه کې اختصاصي څانګه ده چې د برښنا انجنیرانو ته د اړتیاوو له امله د شیخ زاید پوهنتون د انجنیری پوهنځې په چوکات کې په کال ۱۳۹۸ کې د « د بریښنا انجنیري څانګې(انجنیری برق)» تر نامه لاندي تاسیس شوه. چې تر او سه پوری د لوړو زده وزارت لخوا ۶ دورې محصلین د کانکور ازموینی له لارې ور پیژندل شوي چې ۲ دورې فارغ او ۴ پاتې دورې اوس محال په ۴ ټولګیو کې په زده کړه بوخت دي.
د برښنا انجنیري څانګه د هیواد په کچه د تخصصي پوهي، څیړني او نوښت د مهارتونو د ترلاسه کولو یوه علمي-روزنیزه هسته ده. دا څانګه محصلین د لوړو زده کړو د وزارت د کانکور د آزمویني له لاري قبلوي او د مجربو استادانو په واسطه يي روزي. د دې څانګي درسي نصاب ته تل بیا کتنه کېږي او د معاصر علم او تکنالوژی د لاسته راوړنو په پام کې نیولو سره او د کار په بازار کې د اوسنيو اړتیاوو سره سم اړین تغییرات په کې راوړل کېږي.
د دې څانګې په درسي نصاب کې د نظري درسونو سربیره عملي درسونه او ساحوي کارونه هم په پام کې نیول شوي دي. د لابراتوارونو د بیا رغوني او تجهیز لپاره هڅي روانې دي چې کارونه یې د لوړو زده کړو وزارت له تدارکاتو څخه هم خلاص شوي او دغه څانګه د پوهنتون د اداري په مرسته او د موجوده امکاناتو په پام کې نیولو سره عملي اقدامات ترسره کوي.
په دې څانګه کې محصلین د تحصیلي دوري په لړ کې مختلف رشتوي مضمونونه زده کوي. د دې څانګې فارغان د بریښنا انرژي د تولید، لیږدوني او توزیع د مدیریت په برخه کې، د بریښنا انرژي د تولید، د بریښنا انرژي د ليږدوني د لینونو او د بریښنا د توزیع شبکو د ډیزاین او تولیدي پروسو د اتوماتیزه کولو په برخو کې، په مستقل ډول د اختصاصي دندو د ترسره کولو وړتیا لري او کولای شي په یادو برخو کې څیړنیز کارونه هم ترسره کړي.
اوس مهال د برښنا رسولو په دیپارتمنت کې د تدریس چاري د ۵ تنو رسمي استادانو لخوا: پوهنیار نصیح الله عرفان، پوهنیار فضل حامد حبیبي، نامزد پوهنیار سحرګل شېرزوی، نامزد پوهنیار احمد الله رشید او نامزد پوهنیار محمد مسلم حقاني او ۳ تنه قراردادي استادانو چې استاد محمد سلام همت، استاد ظاهرالله او استاد روح الله صمیم له خوا پر مخ وړل کېږي. چې ۶ تنه لیسانس او ۲ تن د ماسټرۍ د تحصلي درجي درلودونکې دي.
د بریښنا انجنیري څانګې لید لوری Vision of Electrical power Engineering
د برښنا څانګه هڅه کوي تر څو د شته امکاناتو په رڼا کې د برق برخه کې د ستونزو د حل او مسلکې افرادو روزنې یوه مرجع وي.
د برښنا انجنیري څانګې رسالت Mission of Electrical power Engineering
- اسلامي قوانینو ته په احترام ،او دهېواد د نافذه قوانینو، مقرراتو، لوایحو او طرزالعملونو په رڼا کې د سالم اکاډمیک چاپیریال رامنځ ته کول.
- د ملي او نړیوالو غوښتنو سره سم د لیسانس په کچه په لوړ کیفیت سره د بریښنا رسولو د څانګي د متخصصینو روزل.
- د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم په پر له پسي ډول د درسي میتودونو، مفرداتو او درسي موادو معاصر او نوي کول.
- د مسلکي رهبري او همېشني زده کړې د ترلاسه کولو لپاره د محصلان روزل
- د لوړ کیفیت نظري، تجربي او روزنیزو او تولیدي پراکتیکونو وړاندي کول او همدارنګه په تحقیق، کارزده کولو، نړیوالو مطالعاتو او د کار رامنځته کولو په برخو کې د مشارکت د فرصتونو برابرول.
(Values) ارزښتونه
- با کيفيته لوړې زده کړې
- د ملی يووالى ټينګښت
- اخلاق او دیسیپلین
- انډولتیا
- سالمه اداره
- د ډیپارټمنټ اکاډيميکه ازادي
د بریښنا انجنیري د څانګې موخي او مقاصد Goals of Electrical power Engineering
- د پوهې لاس ته راوړل.
- د ملي پروګرامونو پربنياد په ټولنه کې د هغې خپرول.
- مسلکي ښوونه اوروزنه ( مسلکي پوهـه)
- نظري او عملي زده کړې
- عنعنوي زده کړې ( نه غيابي )
- د ډیپارټمنټ عصري کول ترڅو د نوي نړۍ غوښتنو ته ځواب ویلو وړتیا ولري او په هغوې کي مثبت بدلون راوستل چې د مديريت، استادانو او کارمندانو نقش په واضح ډول معلوم وي.
- ملي، اسلامي، انساني او مسلکي ارزښتونو ته د ژمنتیا په روحیی سره د لیسانس په کچه د صنعتي موسسو، ښارونو او کلیو ته د بریښنا رسولو په څانګه کې د متخصصینو روزل
- د ښه کيفيت او اړوندو اکاډميکو پروګرامونو وړاندې کول چې ملي او سيمه ييزو اړتياوو ته ځواب ويونکي وي او د نړيوالې سيالۍ وړتيا ولري.
- د داسي متخصصینو روزل چې نه یواځي د بریښنا انرژي د تولید، انتقال او توزیع په برخو کې لازمې تخنیکي او مسلکي پوهه تر لاسه کړي بلکې د مسائلو د حل کولو او تحلیل په برخو کې لازم مهارتونه هم ترلاسه کړي تر څو وکولای شي د بريښنا انجنیري په مختلفو برخو کې ښه وځلیږي او خپله ونډه ولره
- د ډيپارټمڼټ په چوکاټ کې د يوه داسې علمي چاپيريال رامنځته کول چې په هغه کې به ازاد بحث، پوښتنې، وړاندیزونه او رغنده نېوکې د ښه کیفیت په موخه په کار واچول شي.
- په تدريسي او زده کړه ييزو چارو کې د کيفيت يا څرنګوالي سمون چې ډاډمن شي تعليمي نصاب يې ملي او سيمه ييزو غوښتنو ته ځواب ويونکى دى.
- د علمي کادر د غړو لپاره د ماستري او ډاکتري په کچه د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو لپاره د فرصتونو را مینځته کول
- د ظرفیت د لوړولو لپاره د لنډ مهاله کورسونو ترتیب کول (دا کورسونه معمولاْ د وزارتونو د کارکوونکو، موسسو او اړوندو شرکتونو لپاره وي)
- په ډیپارټمنټ کې د څيړنو د کلتور رامنځته کول چې داسې اړوندې او هد فمندې څېړنې په کار واچول شي چي په ساختماني، پرمختیايي او د بیارغونې په برخه کې د هيواد په کچه د بې شمېره مشکلاتو او ننګونو په حل کې مرسته وکړي.
د برښنا انجنیري څانګې ته اړتیا
د برښنا انجنیري ته اړتیا په لاندې ټکو کې واضح کولی شو
۱- داچې افغانستان څو لسیزو جنګ او جګړو څپلی هېواد دی او اوس نوی د پرمختګ په حال کې دی او پرمختګ د تکنالوژۍ سره تړاو لري؛ نو پوهیږو چې تکنالوژیکي وسایل د برق د انرژۍ سره تړلي دي.
۲- څرنګه چې په افغانستان کې د برقي انرژۍ د تولید لپاره په مختلفو سیمو کې ډول ډول پوتنشیلونه موجود دی، د دې لپاره چې له دې ظرفیتونو څخه ګټه اخیستل شوې وي باید پدې برخه کې مسلکي کسان وروزل شي.
۳- څرنګه چې په نني ژوند کې د برق انرژۍ ته اړتیا ورځ په ورځ زیاتېږي نو کاري ساحې په پراختیا سره باید د برښنا انرژۍ د زده کړې ساحه هم پراخه شي.
۴- داچې افغانستان په اوس وخت کې خپله زیاته اندازه برقي انرژي د بهرنیو هېوادونو څخه وارېدوي نو د دې لپاره چې د بهرنیو هېوادونو د احتیاج څخه خلاص او په داخل کې خپلې تولیدي وړتیاوې لوړې کړو نو اړتیا ده چې په لوړه سطحه مسلکي کسان وروزو.
۵- په دې ټول پوهیږو چې برښنایي انرژي پاکه انرژي ده او نن ورځ اقلیمي ستونزې خپل اوج ته رسېدلې دي، نو د نورو انرژیو په پرتله برښنایي انرژي ته ترجیح ورکول کیږي.
د علمي کادرونو د شمېر زياتوالى او د ظرفيتونو لوړوالى
دا چې د تېرو څلورو لسیزو ناخوالو په ترڅ کې د نوروبنسټونو ترڅنګ علمى کادرونو ته هم زيات زیان رسيدلى ده، او په اوسني وخت کې تجروبه لرونکي او مسلکي کسانو پیدا کول يو څه ستونزمن دي نو د برق(برښنا) څانګه د مسلکي کسانو د روزنې لپاره هڅه کوي چې ځوان کادرونه بهرنیو هیوادونو ته د لوړو او تخصصي زده کړو لپاره ولیږي. دې هدف ته د رسیدو په موخه بايد په لاندى ډول يولړعملى ګامونه اوچت کړو:
د علمى کادرونو درجى: فعلا ً په برق ډيپارټمنټ کې په لاندې شمېر او تحصیلي درجوعلمي کادرونه موجود دي:
- دوکتور : نلرو
- ماستر: ۲ تنه
- لسانس : ۳ تنه
جمله: ۵ کسه
عصري ښوونه او روزنه د دې غوښتنه کوي ترڅو په چټکۍ سره د تحول په حال کې نړۍ حالاتو او شرایطو ته ځواب ووايي او د تحصیلي موسسو لپاره دا لازمه ده ترڅو په دوامداره توګه د خپلو زده کړییزو تجربو د ترلاسه کولو په منظور د تدریس نویو میتودونو او تکنالوجۍ سره ځان عیار کړي.
د یادو کورسونو محتوا د محصلینو لپاره ستونزمنه نه ده څو انتقادي تفکر تر سره کړي او د هر ډول عملي او د زده کړې د آزمایشي تجربو نه درلودونکې ده. د دوو لومړیو کلونو تحصیلي نصاب د برق څانګې د وروستیو اختصاصي ټولګیو لپاره د عمومي بنسټ دنده تر سره کوي.
د برق د څانګې په لوستلو سره به د یادې څانګې فارغین لاندې اهداف په لاس راوړي.
- د برق په مسلک کې دنده تر لاسه کول
- د برقي تجهیزاتو ډیزاین کول
- د برقي وسایلو نصب او تنظیمول او د هغه په ستونزو پوهېدل
- په لویو ودانیو او تاسیساتو کې لین غزونه
- د نوې کېدونکې انرژۍ ستیشنونه منځته راوړل
- د نوې تکنالوژيکي وسایلو تاسیس
- د برق د تولید، انتقال او توزیع لپاره تخنیکي او اقتصادي لارو پیدا کول.
- د برقي تجهیزاتو او برقي شبکو حفظ او مراقبت.
- د برقي تاسیساتو ډیزاین.