د انلاین کورسونو ثبت او ایډیټ تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.
په یاد ورکشاپ کې برښنايي زده کړو ته عمومي کتنه، موثر درس، په ملک کې د بريښنايي زده کړو تاریخچه، په پخوانیو ویډيويي ثبت شویو کورسونو کې ستونزې، د ثبت شویو کورسونو معیارونه او نورو موضوعاتو باندې بحثونه، نظرونه او عملي کارونه ترسره شول.
ياد یو ورځنی ورکشاپ د علمي معاونيت اړوند مسلکي پرمختیا آمریت په همکارۍ او د بریښنايي زده کړو عمومي کمېټې له لوري د شیخ زاید پوهنتون استادانو لپاره برابر شوی و، چې د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد پوهنمل محمد داود بابکرخېل او د فوق لېسانس برنامو آمر پوهنوال عبدالتواب عزیزي له لوري وړاندې شو.
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د جمادی الأولی ۳۰مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د عقرب ۲۰مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
