د طب پوهنځي لابراتوارونو د ترمیم چارې د یو میلیون افغانیو په لگښت پیل شوې.
د شیخ زاید پوهنتون طب پوهنځي لابراتوارنو د ترمیم چارې د یو میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې چې موخه یې د محصلانو عملي زدهکړو لپاره د مناسب، معیاري او اغېزمن چاپېریال برابرول دي.
د یادو لابراتوارونو د ترمیم چارې به د شته ستونزو په هواري، د کاري چاپېریال په ښه والي او د عملي زدهکړو لپاره د مناسبو شرایطو په برابرولو کې مرسته وکړي.
یادې چارې د مالي او اداري معاونیت په هڅو پیل شوې، چې دوه میاشتې به دوام وکړي.
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د جهادي الأولی ۱۵مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د عقرب پنځمه
نشراتو او عامه اړیکو آمريت
