د تدریس اغېزمن مېتودونه او د ټولګي مدیریت تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.
په دې ورکشاپ کې به اغېزمن تدریس، تدریس مهم عناصر، موخې، د یوه فعال او اغېزمن ښوونکي ځانګړنې، ټولګي مدیریت، وخت مدیریت، ټولګي د پیل مدیریت، مثبت تقویت کارول او نورو موضوعاتو باندې معلومات وړاندې او ډله ييز کارونه ترسره شي.
ياد ورکشاپ د محصلانو معاونيت محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمریت له لوري د ښوونې او روزنې پوهنځي د څلورمو ټولګيو محصلانو لپاره برابر شوی دی، چې د اړوند پوهنځي استاد نوماند پوهنیار نصرت الله اصغري له لوري وړاندې کېږي.
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني اتمه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې ۳۰مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
