د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو علمي سير تر سره کړ.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۴:۴۴
علمي سير په اړه

تېره ورځ چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سرطان مياشتې څلورمه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ‌ذوالحجة الحرام مياشتې ۲۸مې نيټې سره برابره وه، د شيخ زايد پوهنتون ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو لخوا علمي سير ترسره شو.

په ياد علمي سير کې د خوست اطلاعاتو او کلتور رياست او د خوست ملي راډیو تلويزيون له بېلا بېلو برخو څخه ليدنه وشوه، چې د اړوندو مسؤلینو له لوري محصلانو ته اړین معلومات ورکړل شول، چې د محصلانو د عملي پوهې د کچې لوړولو لپاره ضروري و.

د شيخ زايد پوهنتون اداره د بېلا بېلو پوهنځیو محصلانو ته د دوی د مسلکونو سره سم علمي سفرونه برابروي، ترڅو د نظري زده کړو تر څنګ محصلان په عملي برخه کې هم وروزل شي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو علمي سير تر سره کړ.

تېره ورځ چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سرطان مياشتې څلورمه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ‌ذوالحجة الحرام مياشتې ۲۸مې نيټې سره برابره وه، د شيخ زايد پوهنتون ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۴:۴۰
Background image

د پامير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې خالي کادري بستونو تخصصي ازموینه واخيستل شوه.

چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سرطان مياشتې څلورمه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ‌ذوالحجة الحرام مياشتې ۲۸مې نيټې سره برابره وه، شيخ زايد پوهنتون کې د پامير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې د کمپیوټر ساينس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۰
Background image

محصلانو ته د سایبري بریدونو په اړه سیمينار وړاندې شو.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ھ.ش کال د سرطان مياشتې درېیمه، چې د ۱۴۴۶ھـ.ق کال د ذوالحجة الحرام مياشتې له ۲۷مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو محصلانو ته د سايبري بريدونو. . .

BACK TO NEWS