ټولنیزو علومو پوهنځی تاریخچه

د پوهنځی ریس

د پوهنځی لرلید او رسالت

د پوهنځی استادان

د پوهنځی څانګې 

د پوهنځي استادانو علمي څیړنې

تارخچه:په (۱۳۹۱) لمريز کال کې تاريخ او جغرافيه د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د ديپارتمنت په شکل په فعاليت پيل وکړ، خو ۱۳۹۹ کال کې د شیخ زايد پوهنتون پخواني رئيس پوهاند محمدرسول باوري په هڅو د ټولنيزوعلومو پوهنځی د پوهندوی زرولي صدیقي په رياست سره تاسيس، د ټولنپوهنې او فلسفې څانګې برسيره د ښوونې روزنې پوهنځي تاريخ جغرافيې څانګه هم یاد پوهنځي ته را انتقال او په دې سره د ټولنیزو علومو پوهنځيی د دوو څانګو په درلودلو سره د شيخ زايد پوهنتون په چوکاټ کې يوه يوه نوې او خپلواکه پوهنځي شوه.

 د ډيرو ستونزو او نيمګرتياو برسيره يې ددې اتو کلونو په اوږدو کې يې ډيرد پام وړ پرمختګونه هم درلودل، د بيلګې په توګه په ۱۳۹۴کال کې د پوهنتون د تضمين کيفيت په داخلي ارزونه کې د پوهنتون په سطحه دوهم مقام او د همدې کال د دوهم سمستر په ازموينو کې د پوهنتون د ازموينې د عمومي کميټې د ارزونې په پايله کې د پوهنتون په سطحه لومړی مقام خپل کړ، په ۱۳۹۶ کال د لومړي سمستر په ازموينو کې د ازموينو د عمومي کميټې د ارزونې په پايله کې د پوهنتون په سطحه لومړۍ مقام او همدا ډول ۱۳۹۸ د کال د لومړي سمستر په ازموينو کې يې د ارزونې په پايله کې بيا لومړی مقام ترلاسه کړ. ټولنيزو علومو پوهنځی د پوهنتون د تضمين کيفيت په پروسه کې ددې پوهنتون د ممتازو پوهنځيو په قطار کې راځي. 

ټولنيزو علومو پوهنځي لومړي ځل لپاره له تاريخ جغرافيې څانګې څخه (۸۸) فارغان او تر ۱۳۹۸ کال پورې يې له دواړو څانګو څخه (۵۳۰) فارغان ټولنې  د خدمت ته وړاندې کړي دي .

ټولنیزو پوهنځي د بشپړتيا په لور روانه ده، دا مهال (۴) برحال ماسټران استادان او (۲) به په لنډه موده کې د ماسټرۍ له لوړو زده کړو راوګرځي، اوس مهال د دې پوهنځي په دواړو څانګو کې (۲۷۷) محصلين په زده کړو بوخت دي.

اهداف

د ټولنيزو علومو پوهنځي بنسټيزې موخې

    • ملي او فرهنګي روحيې پياوړي کول او له هر ډول تبعیض سره مبارزه کول.

    • د ټولنيزو اړتياو له مخې ټولنې ته متدين، په وطني مينه سمبال، وړ او مسلکي اشخاصو روزل.

    • پوهنتونونو، ښوونځيو او نورو تعلیمي مؤسسو لپاره د ټولنیزو علومو مسلکي کادرونو روزل

    • د ټولنيزو څيړنو لپاره دداسې څيړونکو روزل، چې ټولنيزې ستونزې تشخیص او د حل لاره ورته ومومي.

    • د ټولنیزو او سیاسي موسسو لپاره په ټولنیزو چارو کې د کارپوهانو روزل.

    • دولتي او خصوصي ادارو لپاره اداري کادرونو او اداره چيانو روزل.

    • په ملي کچه د ټولنيزو شخړو د حل لپاره د شنونکو او مبتکرينو روزل.

    • د ټولنې د سالمې رهبرۍ لپاره زيار ويستونکو زعامتونو او قيادتونو وړاندې کول.