شیخ زاید پوهنتون کې د کونړ زلزلې ځپلو لپاره د مرستې راټولو لړۍ پیل شوه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۱۳
vggbbmjng

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۱مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الأول مياشتې له نهمې نيټې سره سمون لري، شیخ زاید پوهنتون کې د کونړ ولایت زلزلې ځپلو لپاره د مرستې راټولو لړۍ پیل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون ځانګړي کمېټه به د زلزلې ځپلو هېوادوالو سره د کومک او مرستې په موخه د پوهنتون استادانو، کارکوونکو او محصلانو څخه د دوو ورځو په جریان کې نغدي مرسته راټولوي او په عاجل ډول به یې اړمنو کسانو ته ورسوي.

د شيخ زايد پوهنتون رهبري د خپلو قدرمنو علمي او اداري کارکوونکو او محصلانو د یادې همکارۍ له امله قدرداني کوي او هيله لري چې د دوی صدقې به د الله جل جلاله په دربار کې د دنیا او آخرت د نېکمرغۍ سبب شي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۱۳
Background image

شیخ زاید پوهنتون کې د کونړ زلزلې ځپلو لپاره د مرستې راټولو لړۍ پیل شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۱مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الأول مياشتې له نهمې نيټې سره سمون لري، شیخ زاید پوهنتون کې د کونړ ولایت زلزلې ځپلو لپاره د مرستې راټولو لړۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۰:۲۶
Background image

د شيخ زايد پوهنتون محصلانو تر منځ د تحصيل تر عنوان لاندې والیبال سيالۍ پيل شوې.

تېره ورځ مازیګر د شيخ زايد پوهنتون په والیبال میدان کې د دوولسو پوهنځيو، لیلیې محصلانو او اداري کارکوونکو لوبډلو تر منځ د والیبال سيالۍ پیل شوې، چې په لومړۍ ورځ دوه لوبې ترسره شوې، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۴:۱۳
Background image

د پوهنتون له اداري کارکوونکو سره د امـ.ـربالمعروف قانون د لا پلي کیدو په اړه ناستې ترسره شوې.

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۶مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الأول مياشتې له څلورمې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رئيس لخوا د امـ.ـربالمعروف قانون د لا تطبيق په موخه. . .

BACK TO NEWS