شیخ زاید پوهنتون کې د کونړ زلزلې ځپلو لپاره د مرستې راټولو لړۍ پیل شوه.

szu_admin
Tue, Sep 02 2025 11:13 AM
vggbbmjng

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۱۱مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الأول مياشتې له نهمې نيټې سره سمون لري، شیخ زاید پوهنتون کې د کونړ ولایت زلزلې ځپلو لپاره د مرستې راټولو لړۍ پیل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون ځانګړي کمېټه به د زلزلې ځپلو هېوادوالو سره د کومک او مرستې په موخه د پوهنتون استادانو، کارکوونکو او محصلانو څخه د دوو ورځو په جریان کې نغدي مرسته راټولوي او په عاجل ډول به یې اړمنو کسانو ته ورسوي.

د شيخ زايد پوهنتون رهبري د خپلو قدرمنو علمي او اداري کارکوونکو او محصلانو د یادې همکارۍ له امله قدرداني کوي او هيله لري چې د دوی صدقې به د الله جل جلاله په دربار کې د دنیا او آخرت د نېکمرغۍ سبب شي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS