د کرنې پوهنځي محصلانو د یو علمي سفر په ترڅ کې د زیتونو او چرګانو دانو له تولیدونکو فابريکو څخه لیدنه وکړه.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۱:۲۳
12

نن شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د جوزا مياشتې پنځمه نيټه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د ذوالقعدې مياشتې له ۱۶مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون کرنې پوهنځي حیواني علومو او باغدارۍ څانګو محصلانو د یو علمي سير په ترڅ کې، چې د اړوندو څانګو استادانو یې ملتيا کوله، د خوست ولایت ورزې په سیمه کې ميشتې مايل بهار دانه جوړونې او خوست مرکز ته نږدې د زیتونو او کونجاړې له فابريکو څخه ليدنه وکړه.

په ياد علمي سير کې محصلانو په عملي ډول د يادو فابريکو وسایلو او په هغوی کې د حیواناتو غذایي موادو د پروسیس جريان له نږدې څخه مشاهده کړ او د کار خونو استادانو له لوري محصلانو ته لازم معلومات ورکړل شول.

د يادولو وړ ده چې د شيخ زايد پوهنتون اداره، د بېلا بېلو علومو محصلان د عملي زده کړو په موخه د هېواد په داخل کې بېلا بېلو کاري مرکزونو ته ليږي؛ چې تر ډېره حده دې چارې د محصلانو عملي زده کړې کچې په لوړولو باندې ژور تاثير لرلی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۰:۶
Background image

په تراویحو کې د قرآن کريم ختم تر سره شو.

د رمضان المبارک ۲۲مه شپه د شیخ زايد پوهنتون عمومي مسجد کې، چې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حقــ.ــاني، د پکتیکا حج او اوقافو رئیس شیخ الحدیث عیدولي حلیمي، د. . .

BACK TO NEWS