د کرنې پوهنځي او پامير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې کادري بستونو لپاره تخصصي ازموینه واخيستل شوه.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۳:۵۳
ړړببیزېرلا

نن چهارشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د کب مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان المبارک مياشتې له پنځمې نيټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون امام ابو حنیفه رحمه الله په تالار کې د شيخ زايد پوهنتون کرنې پوهنځي نباتاتو ساتنې څانګې یو بست او د پامير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې څلورو کادري بستونو لپاره د تېرې ورځې ژبې ازموینې له بريالیو نوماندانو څخه د اړوندو برخو لپاره تخصصي ازموینه واخیستل شوه.

د ازموینې په موخه نننۍ را ټولېدنه کې چې د پوهنتون تقرر او ترفېعاتو کمېټې غړو تر څنګ د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفېعاتو رياست څخه راغلي هیئت هم حضور درلود، د شیخ زايد پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنمل نور الله حسین خېل ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د ازموینې طرزالعمل لنډ تشریح کړ او د ازموینې د پوره روڼتیا ډاډ یې ورکړ.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د علمي شورا نوبتي ناسته تر سره شوه.

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د زمري میاشتې دویمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۲۸مې نیټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحديث. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د شیخ زاید پوهنتون د دوو پوهنځیو فراغت غونډې ترسره شوې.

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د زمري میاشتې لومړۍ، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۲۷مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون انجنیري پوهنځي سېول څانګې څخه ۷۷ او د حقوقو او سياسي علومو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۷
Background image

د شرعياتو او کرنې پوهنځيو فراغت غونډې تر سره شوې.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۳۱مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۲۶مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون د شرعياتو پوهنځي له درېیو څانګو څخه ۵۴ محصلان او د. . .

BACK TO NEWS