دښوونې او روزنې پوهنځي  لنډه پیژندنه:

دښوونې او روزنې پوهنځي  لنډه پیژندنه:

د ښوونې او روزنې پوهنځی د یو علمي- تخصصي نهاد په عنوان د ښوونې او روزنې د فرهنګ د ترویج او د مسلکي کادرونو د تربیې په موخه  په ۱۳۸۲ هجري لمریز کال کې چې،‌ د ۲۰۰۳ میلادي کال سره سمون لري د شیخ زاید پوهنتون  په چوکاټ کې تشکیل او په فعالیت پیل وکړ.

په یاد پوهنځی کې اوس مهال څلورڅانګې( ریاضي، فزیک، کیمیا، بیولوژي) فعالیت لري او په ۱۳۸۲ هجري لمریز کال څخه تر ۱۳۹۵ کال پورې هغه محصلین چې نوموړي پوهنځی ته داخلیدل په څلورو څانګوکې به یې زده کړې کولې کیمیا بیولوژي، ریاضي فزیک، ادبیات او کمپیوټرساینس خووروسته د ادبیاتو څانګه په پوهنځی او د کمپیوټرساینس څانګې هم پوهنځی ته ارتقا وکړهاوله ۱۳۹۵ کال راپدیخوا د لوړو زده کړو وزارت سره د همکارۍ  په اساس دښوونې او روزنې پوهنځی څلوروڅانګې د کانکور ازموینې له لارې اعلان ته سپارل کیږي او هر محصل د خپلې خوښې څانګې په انتخاب کولو سره  نوموړي پوهنځی ته شاملیږي.

دښوونې او روزنې پوهنځی اداري او درسي چارې د ریاست،‌ معاونیت، تدریسي مدیریت او دیپارتمنتونو په واسطه پرمخ وړل کیږي.‌ اوس مهال په نوموړي پوهنځی کې۸۲۲ تنه ‌(۷۰۱ تنه ذکور او ۱۲۱ تنه اناث) محصلین  د ۲۸ تنه استادانو تر نظر لاندې په پورته څانګو کې پر تحصیل  مصروف دي.

 لرلید (Vision)

د ښوونې او روزنې پوهنځی د یو دولتي نها د په توګه هڅه کوي چې د طبعي علومو د پوهې د تولید او د ذکر شویو برخولپاره په اسلامي روحیه سمبال د مسلکي او تخصصي کادرونو د روزلو په یومعتبر مرکز تبدیل شي او په هیواد کې د ورته مراکزو په منځ کې لوړ مقام خپل کړي.

رسالت (Mission)

د ښوونې او اروزنې پوهنځی غواړې چې د معياري او اسانه تحصیل زمينه برابره کړي ترڅو د هيواد ځوانان له دې لارې خپلو علمي او مسلکي زده کړو ته لاس رسی پیداکړي او ټولنې ته د خدمت جوګه وګرځي.

ارزښتونه (Values)

۱ـ اسلامي او شرعي ارزښتونو ته بشپړ درناوی.

۲ـ د ښوونې او روزنې په برخه کې د باکیفیته لوړو زده کړو وړاندې کول.

۳ـ د ملي یوالي  او سیاسي ثبات ټینګښت.

۴ـ د اخلاقي او انساني کرامت ساتنه.

۵ـ عدالت او برابري.

۶ـ معیاري تدریس ، تحقیق او د نورو علمي لاسته راوړنو ته احترام.

. د ښوونې او روزنې پوهنځی موخې

د ښوونې او روزنې پوهنځی د يوې زده کړيزې ادارې په توګه  د لوړو زده کړو وزارت د ستراتيژي او پالیسيو سره سم  لاندې موخې ټاکلې دي:

۱ -  د هیواد او ټولنې اجتماعي، اقتصادي او علمي پرمختياوو لپاره د خدماتو وړاندې کول.

۲ -  په ملي او اسلامي روحيه د سمبالو کادرونو وړاندې کول.

۳ - محصلينو ته په نظري، علمي او عملي اساساتو ولاړه مسلکي ښوونه او روزنه چمتو کول.

۴ - د ملي او نړيوالو بازارونو د اړتياوو سره سم د څیړه نيزې پوهې رامنځته کول.

۵ - د تحصیلي سویې لوړولو(ماسټري ، دوکتورا او مافوق دوکتورا) زده کړو په موخه ، بهرنیو هیوادونو ته د علمي کادرونو لیږل.

۶ - د اکاډمیک نظم او د سيپلین رامنځته کول.

۷ -  داسې هڅې او کړنې ترسره کول تر څو د ښوونې او روزنې پوهنځی د کیفیت تضمين تر ټولو لوړ اعتبار ترلاسه کړي.