د ځوانو علمي استعدادونو تر عنوان لاندې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د پوهنتون ۱۲ پوهنځیو ترڅنګ د محصلانو لیلیې او اداري کارکوونکو لوبډلو هم ګډون کړی و، چې د سیالیو په لړ کې یې له یو بل سره سیالۍ ترسره کړې.
یادې سیالۍ د محصلانو معاونیت له لورې په لاره اچول شوې وې، چې نږدې شل ورځي يې دوام وکړ، وروستۍ لوبه يې د کرنې او اقتصاد پوهنځیو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پای لوبه د کرنې پوهنځي په بریا سره پای ته ورسېده.
د سیالیو د پای په مراسمو کې غوره لوبغاړو او بریالیو لوبډلو ته مډالونه او جایزې ورکړل شوې.
ورځ: پنجشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الثاني ۱۸مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د ميزان نهمه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
