د پي پي ار پروسې ته د تعین شویو څانګو د دوره یي بیا کتنې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲۹
m,kjnjhgvd

د ورکشاپ په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل د دې ورکشاپ په اهمیت او تطبیق باندې ټینګار وکړ.
 په یاد ورکشاپ کې د دوره یي بیا کتنې موخې، تطبیق وخت، د بورډ د غړیو میکانیزم، اعتبار اخیستنې جوړښت، علمي او اکاډمیکو پروګرامونو بیا کتنې ډولونه، محصلانو د رضایت سلنه، راپور لیکنې او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو باندې بحثونه ترسره شول.  
دغه ورکشاپ د مسلکي پرمختیا آمریت په همکارۍ د پوهنځیو رئیسانو او آمرینو ته د کیفیت لوړونې آمر پوهنوال حسام الدین رحیمزي او د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی ریدي ګل همدرد لخوا وړاندې شو.
نېټه: شنبه
د ۱۴۴۷ هـ.ق کال ذوالقعدة الحرام ۱۵مه
د ۱۴۰۵ هـ.ش کال ثور ۱۲مه
د ۲۰۲۶ م کال مې دویمه
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۱۳
Background image

تدریسي روغتون سره د ۲.۶ ميليونو افغانيو په ارزښت د درملو مرسته وشوه.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون سره د خوست ولايت عامې روغتيا رياست له لوري د پنځه قلمه درملو، چې مجموعي ارزښت یې (۲،۶۴۶۸۸۰) افغانۍ دی مرسته وشوه.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

د ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

د شيخ زايد پوهنتون ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو د څلورو استادانو په ملتيا کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۱۵
Background image

د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سفر تر سره کړ.

د شیخ زاید پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژي او معلوماتي سيستمونو څانګو د څلورم ټولګي محصلانو د دوو تنو استادانو تر لارښوونې لاندې په مرکز کابل کې د يو شمېر اړوندو ادارو. . .

BACK TO NEWS