د معیاري پوښتنو جوړولو تر سرليک لاندې ورکشاپ تر سره شو.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۱:۲۸
کمنتع

چهارشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د لړم مياشې ۹مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربيع الثاني ۲۷مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز کې د تازه ګمارل شویو استادانو د ظرفیت لوړولو په موخه د معیاري پوښتنو جوړولو تر سرليک لاندې یو ورځنی ورکشاپ داير شو.

ياد ورکشاپ کې د آزموینو لپاره د معياري پوښتنو جوړولو سربېره د پوښتنو ډولونو په اړه مختلف موضوعات تر بحث لاندې ونيول شول، چې ۲۲ تنو استادانو پکې ګډون کړی و او د ښوونې او روزنې پوهنځي علمي کادر غړي استاد پوهنمل سيد شاه ګل وياړ لخوا وړاندې شو.

د يادولو وړ ده چې د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا مرکز د پوهنتون پلان سره سم د استادانو ظرفيت لوړونې لپاره مختلف پروګرامونه په لاره اچوي، چې تېره ورځ یې هم نویو ګمارل شویو استادانو لپاره د معياري نصاب اړوند موضوعاتو ښه تطبیق تر عنوان لاندې ورکشاپ داير کړی و.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۵:۵۵
Background image

د خوست مستوفي سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه.

د شيخ زايد پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد جاويد خالد د خوست ولایت له مستوفي مولوي محمد عادل اکرام سره د ياد مستوفيت په مقام کې د همغږۍ غونډه تر سره کړه.

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۱۸
Background image

د تدریسي روغتون له مختلفو برخو څخه ليدنه وشوه.

د شيخ زايد پوهنتنون مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد جاويد خالد د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون له مختلفو برخو څخه ليدنه وکړه.

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۱۲
Background image

د فرمانونو، حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست ټاکل شوي هيئت د شيخ زاید پوهنتون له مالي او تدارکاتي چارو څخه کتنه پیل کړه.

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۱۹مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۱۴مې نیټې سره سمون لري، د فرمانونو، حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رياست لخوا ټاکل شوي شپږ کسيز. . .

BACK TO NEWS