د کرنې پوهنځي لخوا محصلانو ته پر غنمو کرنيز تحقيقات پیل شول.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۱:۳۶
منتالبی

نن پنج شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۱۰مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربيع الثاني مياشتې ۲۸مه نېټې سره برابره ده، د شیخ زايد پوهنتون کرنې پوهنځي اګرانومي څانګې استادانو لخوا په څېړنیر فارم کې محصلانو ته د عملي زده کړو په موخه پر غنمو او وربشو باندې کرنيز تحقيقات پیل شول.

دغه تحقيقات د اګرانومي څانګې استاد پوهنمل محمد اسمعيل مقبل لخوا محصلانو ته د عملي زده کړو په موخه ترسره کېږي. د استاد په وینا چې د اګرانومي څانګې وروستي کال محصلانو ته د مونوګراف ليکلو تر څنګ موسم ته په کتو سره تحقيقي پروژې هم ورکول کېږي، چې په دې سره د نظري زده کړو تر څنګه عملي زده کړې هم تر سره کوي.

منتاذر

ښاغلی مقبل وایي، دغه تحقيقات به پر غنمو، وربشو او پر غنمو باندې د تورې او سپینې سرې تاثيراتو باندې تر سره شي.

محصلان خوښ دي چې د نظري زده کړو تر څنګ ورته د عملي زده کړو زمینه برابره ده.

د يادولو وړ ده چې څو اونۍ وړاندې د کرنې پوهنځي استادانو لخوا پر پيازو او پالکو باندې هم تحقيقات تر سره شوي و.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۸:۵۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت نظارت او ارزيابۍ هيئت د شيخ زايد پوهنتون ارزونه پیل کړه.

نن شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنګاښ مياشتې ۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د محرم الحرام مياشتې له دویمې نیټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت نظارت او ارزيابۍ پلاوي د شيخ زايد پوهنتون څخه ارزونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو علمي سير تر سره کړ.

تېره ورځ چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سرطان مياشتې څلورمه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ‌ذوالحجة الحرام مياشتې ۲۸مې نيټې سره برابره وه، د شيخ زايد پوهنتون ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۴:۴۰
Background image

د پامير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې خالي کادري بستونو تخصصي ازموینه واخيستل شوه.

چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سرطان مياشتې څلورمه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ‌ذوالحجة الحرام مياشتې ۲۸مې نيټې سره برابره وه، شيخ زايد پوهنتون کې د پامير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې د کمپیوټر ساينس. . .

BACK TO NEWS