د لوړو زده کړو وزارت مديریتي او معلوماتي سيستم په اړه یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۱ - ۹:۴۹
321

نن چهار شنبه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د مرغومي ۲۰مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د جمادي الثاني له ۲۸مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون د دوولسو پوهنځيو د څانګو آمرينو، تدريسي او اجرائیه مديرانو لپاره د لوړو زده کړو مديریتي او معلوماتي سيستم (HEMIS) په اړه يو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.

m

321

ياد ورکشاپ د محصلانو چارو معاونيت له لوري ترتيب شوی و، چې د کمپيوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژي څانګې آمر پوهنمل محمد داود بابکرخېل لخوا وړاندې شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۳:۵۰
Background image

د انجینري پوهنځي مهندسي څانګې محصلانو کابل ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

د شيخ زاید پوهنتون انجينري پوهنځي مهندسي څانګې ۳۰ محصلانو د دوو تنو استادانو تر لارښوونې لاندې مرکز کابل ته د علمي سفر په ترڅ کې د بېلا بېلو ځايونو څخه لېدنه وکړه.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۳:۴۵
Background image

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفير د شيخ زايد پوهنتون له رهبرۍ سره ناسته تر سره کړه.

متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفير مولوي بدرالدين صاحب د شيخ زايد پوهنتون مقام کې د دې پوهنتون له رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم صاحب او د رهبري غړو سره ناسته تر سره کړه.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

د لومړيو ټولګيو محصلانو ته د کمپيوټر زده کړې مهارتونو شل ورځنی کورس پيل شو.

د شیخ زايد پوهنتنون محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمريت له لوري د اوو پوهنځيو ښوونې او روزنې، ژبې او ادبيات، کرنې، طب، ژورنالېزم او عامه اړیکې، وترنري علومو او ټولنيزو علومو محصلانو لپاره د. . .

BACK TO NEWS