د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال له تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه.
نن ورځ ۱۴۰۲هـ.ش کال د ثور میاشتې ۲۵مه نیټه، چې د ۱۴۴۴هـ.ق کال د شوال میاشتې له ۲۴مې نیټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون مالي\ او اداري چارو مرستیال ښاغلي حافظ محمد ناکیم سعید د پوهنتون له تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي سعید ته تدریسي روغتون رئیس حمیدالله نادري لخوا د تدریسي روغتون په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول.
ښاغلي سعید د تدریسي روغتون د معایناتو له خونو او ناروغانو څخه هم لیدنه وکړه.
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت