د شیخ زاید پوهنتون رهبري پلاوي د لوړو زده کړو محترم سرپرست وزیر سره د وزارت مقام کې لیدنه وکړه

szu_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۲ - ۱۴:۵۰
د شیخ زاید پوهنتون رهبري پلاوي د لوړو زده کړو محترم سرپرست وزیر سره د وزارت مقام کې لیدنه وکړه

د شیخ پوهنتون رهبري پلاوي چې د پوهنتون استادانو یې ملتیا کوله، نن ورځ (۱۱/ عقرب/۱۳۹۹) د لوړو زده کړو محترم سرپرست وزیر عباس بصیر ته د نوې دندې مبارکي وویله.

د شیخ زاید پوهنتون رهبري پلاوي د لوړو زده کړو محترم سرپرست وزیر سره د وزارت مقام کې لیدنه وکړه

د خبرو په پیل کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي له مبارکۍ وروسته خپل هیئت معرفي کړ او ورپسې یې د پوهنتون بهبود لپاره خپلې غوښتنې د محترم وزیر صاحب حضور کې وړاندې کړې.

د شیخ زاید پوهنتون رهبري پلاوي د لوړو زده کړو محترم سرپرست وزیر سره د وزارت مقام کې لیدنه وکړه

پدې غوښتنو کې د کادري روغتون لپاره دوامداره مصارف( Running Cost) ، د پوهنتون لپاره ۲۴ ساعته برښنا، د کادري روغتون لپاره الحاقیه ودانۍ، د ښځینه محصلانو او کارمندانو د بچیانو لپاره وړوکتون او نورې ساختماني پروژې شاملې وې.

ښاغلي اریوبي له مقام څخه غوښتنه وکړه، چې په راتلونکې کال کې ددې پروژو په بودیجه کې ځایول اړین دي.

ورپسې یو شمېر استادانو ددې پروژو پر اهمیت رڼا واچوله چې د وزیر صاحب ځانګړې پاملرنې سبب وګرځید.

د ناستې په دوهمه برخه کې د لوړو زده کړو محترم وزیر عباس بصیر د رهبري پلاوي څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په نږدې راتلونکې وخت کې به د شیخ زاید پوهنتون څخه لیدنه وکړي، تر څو ددې علمي مرکز کادرونه او پکې شته فرصتونه له نږدې وګوري.

محترم وزیر صاحب بصیر هوکړه وکړه چې د پوهنتون بهبود لپاره غوښتنې به تعقیب کړي.

محترم سرپرست وزیر استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې پر شاګرد محوره سیستم کار وکړي تر څو د شاګرد له وړتیاوو څخه پوره استفاده وشي. هغه وویل چې پوهنتونونه نور باید په معنوي تولیدي مراکزو بدل شي او د تدریس پر کیفیت ځانګري توجه وشي، چې دا کار د تحقیق او ریسرچ په برخه کې فوق العاده رول لرلی شي.

د یادونې وړ ده چې محترم سرپرست وزیر صاحب ته د افغاني دود له مخې چپنه هم پر اوږو ورکیښودل شوه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۲:۵۱
Background image

د شیخ زاید پوهنتون د ۱۴۰۴ هـ.ش کال مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې!

ـ د نهو  نویو علمي برنامو د ایجاد طرحې له پوهنتون څخه نهایي شوي دي او وزارت محترم مقام ته لېږل شوې دي.
ـ د اکسیر، انجینري او ټکنالوژي نوښتونو علمي ـ څېړنیزو  ژورنالونو جوازونو اخیستل
پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۲:۴۸
Background image

د شیخ زاید پوهنتون د ۱۴۰۴ هـ.ش کال مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې!

ـ په ۱۴۰۴ هـ.ش کال  ۲۴ نوي علمي کادر غړي استخدام شوي دي.
ـ د نهاد په کچه ۶۴ انلاین کورسونه ثبت شوي دي چې ځینې یې له تکمیل وروسته په لومړي کټګوري کې هم ارزیابي شوي دي.
پرلپسې لړۍ ۳

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۵۲
Background image

د معيارونو مطابق کتابتونونو کې د مدیريت برښنایي سیستم پېژندنه تر عنوان لاندې ورکشاپ وړاندې شو.

نن دوشنبه د ۱۴۰۵هـ.ش کال د وري مياشتې ۲۴مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې له ۲۶مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون مختلفو پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو لپاره د (ډي ډي سي) يا. . .

BACK TO NEWS