د شيخ زايد پوهنتون ممتاز محصلان وستايل شول.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۵۴
بیقلثیصص

 شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الأولی مياشتې له ۲۷مې نیټې سره یې سمون درلود، د شيخ زايد پوهنتون له دوولسو پوهنځيو څخه غوره سيمينار ارائه کوونکي او ممتاز محصلان وستايل شول.
د محصلانو د تشويق په موخه څه موده وړاندې د ټولو پوهنځيو په کچه په بېلا بېلو موضوعاتو باندې د محصلانو ترمنځ د سیمينارونو لړۍ پيل شوې وه، چې تر ټولو غوره دوولسو ټاکل شويو محصلانو تر منځ نن د يوې غونډې په ترڅ کې په بېلا بېلو موضوعاتو باندې سيمينارونه وړاندې شول، چې په پايله کې يې د طب پوهنځي محصل کفایت الله چې د سيمينار موضوع يې د انسان پيدايښت د قرآن کريم او طب له نظره تر نورو غوره وبلل شوه او وړاندې کوونکی محصل د پوهنتون د ادارې له لوري وستايل شو.
د محصلانو ترمنځ یادې سيالۍ د محصلانو چارو معاونيت له لوري په لاره اچول شوي وې، چې نن د غوره او ممتازو محصلانو په ټاکلو سره پای ته ورسیدې.
نشراتو او عامه اړيکو آمريت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۴۳
Background image

دتدریسي روغتونونو کې د طب پوهنځي استادانو حضور او فعالیت لارښود د یو سیمینار په ترڅ کې تشریح شو.

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۲۹مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الأولی مياشتې له ۲۹مې نیټې سره سمون لري، د رياست مقام غونډو تالار کې د یو سیمینار په ترڅ کې په تدریسي روغتونونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۳۲
Background image

تـــمّ بنجـــاح شـــراء أدوية بقيمة خمسة ملايين ونصف المليون أفـــغانــــي، لصالح المستشفى التعليمي التابـــع لجامعة الشيخ زايد.

وقــد تـــمّ اقتناء (١٤٩) صنفا من الأدوية المتنوعة، بقيمة تقدّر بخمسةِ ملايين ونصف المليون أفغانـــي، وتشمل هـــذه الأدوية أصنافا متعددة تسهم فـــي تعزيز قـــدرة صيدلية المستشفى على. . .

BACK TO NEWS