د شيخ زايد پوهنتون ممتاز محصلان وستايل شول.

szu_admin
Wed, Nov 19 2025 2:54 PM
بیقلثیصص

 شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الأولی مياشتې له ۲۷مې نیټې سره یې سمون درلود، د شيخ زايد پوهنتون له دوولسو پوهنځيو څخه غوره سيمينار ارائه کوونکي او ممتاز محصلان وستايل شول.
د محصلانو د تشويق په موخه څه موده وړاندې د ټولو پوهنځيو په کچه په بېلا بېلو موضوعاتو باندې د محصلانو ترمنځ د سیمينارونو لړۍ پيل شوې وه، چې تر ټولو غوره دوولسو ټاکل شويو محصلانو تر منځ نن د يوې غونډې په ترڅ کې په بېلا بېلو موضوعاتو باندې سيمينارونه وړاندې شول، چې په پايله کې يې د طب پوهنځي محصل کفایت الله چې د سيمينار موضوع يې د انسان پيدايښت د قرآن کريم او طب له نظره تر نورو غوره وبلل شوه او وړاندې کوونکی محصل د پوهنتون د ادارې له لوري وستايل شو.
د محصلانو ترمنځ یادې سيالۍ د محصلانو چارو معاونيت له لوري په لاره اچول شوي وې، چې نن د غوره او ممتازو محصلانو په ټاکلو سره پای ته ورسیدې.
نشراتو او عامه اړيکو آمريت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS