د انجينري پوهنخی لیدلوری او رسالت
د انجنیري پوهنځی ماموریت ، لرلید او ارزښتونه
۲- ۱ ماموریت(Mission)
انجینري پوهنځی په لوړه کچه او د نړيوالو عصري نورمونو سره سم د انجنیري باکیفیته زده کړو لپاره زمینه برابروي، تر څو ټولنې ته په اسلامي او ملي روحیه سمبال مسلکي، نوښتګر کادرونه وړاندې او همدارنګه اخلاقي او مسلکي ارزښتونو ته وده ورکړي.
علاوه پردې انجنیري پوهنځی د محصلانو لپاره د علمي څیړنو، زده کړیز چاپيریال، عملي زده کړې او مهارتونو لوړولو لپاره جاري هڅې کوي.
۳- لرليد (Vision)
انجنیري پوهنځی د باکیفیته تدریس ، زده کړیز او څیړینزو کړنو په نتیجه کې د ټولنې د غوښتنو سره سم د لسانس په کچه فارغ مسلکی کادرونه وړاندې کوي. د راتلونکو برنامو په لړ کې د ماسټري او دوکتورا لوړو زده کړو لپاره زمینه مساعدول او نړیوالو پوهنتونونو سره د اکاډمیکو همکاریو توامیت امضا کول یې په لومړیتوبونو کې قرار لري.
۴- بنسټيز ارزښتونه ( Basic Values)
- اسلامي روحيه او اخلاق
- ملي يوالی
- باکیفیته لوړې زده کړې
- سالمه اداره
- نظم او دیسيپلين
- د علمي غړو اکاډميکه ازادي
- د څانګې اکاډميک واک
- د علمي څېړنو اجرا کول
- د محصل حقوق
۵- د انجينري پوهنځی بنسټيزې موخې
انجنیري پوهنځی د يوې زده کړيزې ادارې په توګه د لوړو زده کړو وزارت د ستراتيژي او پالیسي سره سم لاندې موخې ټاکلې دي:
۱. د هیواد او ټولنې اجتماعي، اقتصادي او علمي پرمختياوو لپاره د خدماتو وړاندې کول
۲. په ملي او اسلامي روحيه د سمبالو کادرونو وړاندې کول.
۳. محصلينو ته په نظري، علمي او عملي اساساتو ولاړه مسلکي ښوونه او روزنه چمتو کول.
۴. د ملي او نړيوالو بازارونو د اړتياوو سره سم د څېړنيزې پوهې رامنځته کول.
۵. د تحصیلي سویې د لوړولو(ماسټري، دوکتورا او مافوق دوکتورا) زده کړو په موخه، بهرنیو هیوادونو ته د علمي کادرونو لیږل.
۶.د اکاډمیک نظم او د سيپلین رامنځته کول.
۷. داسې هڅې او کړنې ترسره کول، تر څو انجينري پوهنځی د کیفیت تضمين تر ټولو لوړ اعتبار ترلاسه کړي.
۸. د ټولنې او کاري شريکانو اړتياؤ او غوښتنو ته په پام سره د غوره تحصیلي نصاب درلودل.
۹. د پوهنځی پرسونل او محصلینو علمي ظرفیتونو د لوړولو په موخه بهرنیو او داخلي پرمختللو پوهنتونونو او علمي موسسو سره همیشنۍ اړیکې قایمول او د اکاډمیکو هوکړه ليکونو امضا کول.
۱۰. پورتنیو اهدافو ته د رسیدو لپاره د مالي شونتياوو پیدا کول او برابرول.