کتابتون امریت

کور پاڼه

:د شیخ زاید پوهنتون عمومي کتابتون تاریخچه

szu Library

کله چې افغان پوهنتون د کوزې پښتونخوا پیښور څخه خوست ولایت ته را انتقال شو او دلته یې فعالیت پیل کړ، له یو شمیر نورو ستونزو تر څنګ یې د کتابتون ستونزه هم موجوده وه، په لومړیو کې کتابتون په نشت حساب و، کله چې د متحده عربي اماراتو  لخوا د دغه پوهنتون لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې په هغو کې د کتابتون لپاره هیڅ وداني په پام کې نه وه نیول شوي، په هغې وخت کې چې ډيرۍ خیریه بنسټونو، موئسیساتو او نورو علمي نهادونو د کتاب په برخه کې د مرستې پوره علاقه درلوده، خو له بده مرغه چې په شېخ زاید پوهنتون کې د کتابتون د ودانۍ نشتون ددې لامل شو، چې محصلین او استادان د کتابونو د مطالعې څخه بې برخې پاتې شول، کله چې ګڼو ادارو په ځانګړي توګه د اېشیا فونډېشن مؤسیسې ددغه پوهنتون سره د زرګونو کتابونو مرسته وکړه، نو د پوهنتون د وخت شته ادارې وپتیله چې د دغه پوهنتون  زراعت پوهنځي په یوه ټولګي کې کتابتون فعال کړي، چې وروسته همداسې وشول، خو په هغه وخت کې کتابتون نه کوم رسمي مدیر درلود او نه هم کوم معیاري اصول، سیستم غیرې معیاري او د کتابتون چاپېریال هم په نشت حساب و، شاوخوا پنځه کاله دغه کتابتون د بېلابېلو استادانو لخوا په غیرې منظم شکل پر مخ یوړل شو، خو یوه لویه لاسته راړونه د زیاتو کتابونو پیدا کول وو، چې د بېلا عوضه مرستې په توګه د مختلفو بنسټونو لخوا تر لاسه شول، خو د ځای د نشتون له امله دغه کتابونه چې شمېر یې زرګونو جلدونو ته رسېده په یوه ګودام کې وساتل شول، چې د هغې وخت محصلینو او استادانو ترې استفاده په پوره ډول ونه شوه کړای، کله  چې په ټولو ملکي ادارو کې د ادارې اصلاحاتو او ملکې خدمتونو ادارې له خوا د رتب معاش سیستم رامنځته شو ، مختلف بستونه اعلان شول نو د شېخ زاید پوهنتون د وخت شته ادارې هم له موقع نه په ګټې اخیستنې د اړتیا وړ نورو خالي بستونو تر څنګ د دغه پوهنتون د کتابتون لپاره په (۳) بست کې امر، په (۴) بست کې عمومي مدیر او په (۵) بست کې د کارت او کتلات مدیر یو خدمتي کارکوونکي په شمول بستونه له قانوني مراحلو طی کولو وروسته  د کتابتون لپاره استخدام کړل او د کتابتون مسؤلیت یې دغو کسانو ته وسپاره، نوي استخدام شوي پرسونل هم د ځای او ودانۍ د نشتون له کبله په همدې محدود ټولګي کې خپل فعالیت شروع کړ، خو د پوهنتون د وخت شته ادارې چې په راز کې یې پوهنوال محمد رسول باوري قرار درلود، د نشایې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت هغه امتیازي او افتخاري بودجه چې د کوکنارو د نه کښت له امله خوست ولایت ته د مرکزي اداري لخوا ورکول کیده، خوست ولایت مقام او د پوهنتون رهبري اړتیاوو ته په کتو دغه تشویقي او افتخاري بودجه د شیخ زاید پوهنتون کتابتون ودانۍ ته ځانګړې کړه، د کتابتون د دغه نوې ودانۍ د بنسټ ډبره چې د (۱۸۱۲۹۳۰) اتلس مېلیونه دولس زره نهه سوه دېرش افغانیو په ارزښت جوړېده، د نشه یې توکو پروړاندې د مبارزي ریاست په وړاندیز د ولایت مقام په منظورۍ په خوست ولایت کې د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې سيمه ییز رئيس میرناګل تڼیوال لخوا کېښودل شوه، چې باالاخره دغه ودانۍ په دوو کالونو کې بشپړه شوه، په ۱۳۹۳هـ ش کال کې د کتابتون ټول اجناس له پخواني ځای څخه دغې نوې ودانۍ ته را انتقال شول، چې د نوې کتابتون د فعالېدو سره سم نړیوال بانک د شیف پروګرام هم د پوهنتون د اداري اجناسو د اخېستو پر وخت دغې کتابتون ته ټول هغه  تخنیکي امکانات چې کتابتون ورته اړتیا درلوده واخیستل، چې له دې سره د کتابتون د ودانۍ تر څنګ تخنیکي ستونزې هم تر ډېره بریده هوارې شوې، د کتابتون پرسونل هم د خپلو امکاناتو څخه په استفادې کتابونه په نوي ودانۍ کې په منظم ډول ځای پر ځای کړل، د محصلینو او استادانو د اسانتیا په موخه یې په زرګونو کتابونه کمپیوټري ډیټابیس ته داخل کړل، د شیر سیستم ډیټابېس ورته ایجاد شو، په کتابتون کې یې د کتاب موندنې لپاره سیستم جوړ کړ، تر څو محصلین او استادان د موضوع اړوند کتاب په کمه موده کې په زرګونو کتابونو کې پیدا کړي، دغه ودانۍ چې یوه برخه یې د کتابتون لپاره او دوهمه برخه یې د معلوماتي تکنالوژۍ او (I-C-T ) مرکز لپاره ځانګړی شویده، د معلوماتي ټکنالوژۍ ټول کارونه د همدغې ځای څخه پرمخ بیول کېږي، په یاد شوي کتابتون کې د مطالعې لپاره زمینه برابره شویده، چې د ورځې په سلګونه محصلین او استادان ترې استفاده کوي، د لوړو زده کړو وزارت د لایحو او مقرراتو سره سم کتابتون او معلوماتي تکنالوژي د یو آمر تر قیادت لاندې خپل فعالیت شروع کړ، چې د دغه امریت په لومړي تشکیل کې حمیدالله سردارخېل د کتابتون او معلوماتي تکنالوژۍ  د آمر، قادرګل سنګین د کتابتون د عمومي مدیر، هلال حسیني د کارت او کتلاک مدیر، جنت خان منګل د معلوماتي تکنالوژۍ د عمومي مدیر او  فریدالله مفکر د ویډيو کنفرانس مدیر په توګه په رسمي ډول د دغو بستونو لپاره د لومړنیو اداري کارکوونکو په توګه د ازاد رقابت او ازموینې وروسته معرفي شول، دا چې د کتابتون او معلوماتي ټکنالوژۍ یو آمریت و، د لوړو زده کړو وزارت د مقراراتو او پالیسۍ له مخې د اوو کالو ورسته د کتابتون او معلوماتي ټکنالوژی آمریتونه په ۱۳۹۷هـ ش کال کې سره جدا شول، چې د کتابتون آمریت چارې پخوانی آمر حمیدالله سردارخېل او د معلوماتي ټکنالوژی آمریت چارې جنت خان منګل پرمخ بیایي، پاتې د نه وي چې د اوو او اتو کالو په جریان کې د کتابتون سره په زرګونه د نویو کتابونو چې شمېیر یې (۴۰۰۰۰) څلویښت زرو ته رسیږي مرسته وشوه، چې له دې سره تر یوه بریده کتابتون د کتابونو او علمي اثارو په برخه کې غني شو، د شیخ زاید پوهنتون دغه عمومي  کتابتون دا مهال کابو (۸۰۰۰۰) اتیا زره د استفادې وړ کتابونه، معلوماتي سرچینې او علمي اثار لري.

لرلید Vision:

د شیخ زاید پوهنتون عمومي کتابتون اداره به د هیواد نوي نسل لپاره د مطالعې او کتاب لوستنې معیاري چاپیریال او سیستم برابر کړي، خپلو ټولو مراجعینو ته به د کتاب لوستنې فرهنګ پر مروجولو مسلکي کار کوي، د ملي او نړیوالو ډیجیټل کتابتونو تسهیلاتو څخه به تقلید کوي او خپل خدمات به عرضه او وړاندې کوي.

رسالت Mission:

۱- د مراجعینو لپاره د کتاب لوستنې ټول اړین تسهیلات برابرول.

۲- د یوه ارام چاپیریال او محیط رامنځ ته کول.

۳-  د یوه داسې ډیجیټلي معیاري سیستم جوړول چې مراجعین وکولای شي د خپلې خوښې وړ کتاب ژر او په اسانې سره پیدا کړي.

۴  انلاین کتابتون جوړول او د ډیټابیس پر مټ د محصلینو ثبت راجستر کول.

۵-  د خپلو مراجعینو پیژندنه او د دوی د تقاضې مطابق تحول او بدلون راوستل.

۶-  د ټولنیز رسنیو له لارې د مطالعې فرهنګ  مروجولو لپاره عامه ذهنیت جوړول.

ژمنه

هیواد، خاورې،ولس،  پوهنتون،لوړو زدهکړومحترم وزارت قوانینو،مقرراتولوایحو  اوخپلې سپڅلي دندې ته له میني او عاطفې څخه ډکه ژمنتیا!

پیغام

ګرانو هیوادوالو هیواد کار ته اړتیا لري، یواځې شعار ورکول د جوړونې تمثیل ندی، راځۍ هر څوګ خپل مسولیت او صلاحیت درک کړو د هیواد او ولس لپاره په خپله برخه کې کار وکړو تر څو یوه ښه ټولنه او له بدبختیو په امان هیواد ولرو، کتاب د ژوند تر ټولو ښه ملګری ده، د کتاب په تدریس سره له عادي انسان ستر انسان او شخصیت جوړیږي، د کتاب لیکنې او لوستنې له برکته ننني ټول پرمختګونه او تسهیلات رامنځ ته شوي دي او بالاخره  د کتاب لیکنې په پایله کې د یوه نسل ټول ارزښتونه، نوښتونه او نیمګړتیاوې بل نسل ته انتقالیږي او هغه تر ې ګټه پورته کوي، نو د کتاب پورته ذکر شوي ارزښتونو ته په کتو  اړینه ده چې د کتابونو ذخیره هره علمي او غیرې غلمي اداره، کورونه او نور بنسټونه له ځانه سره ولري، په همدې اساس کتابتون د نننۍ ټولنې د ښې راتلونکې لپاره مهم او اصلي رکن بلل کېږي، چې جوړېدل یې خورا اړین دی،  که چېرې د کتابتون اهمیت ته ځیرشو، نو پدې کې هېڅ شک نشته چی کتابتون  د وخت یو کامل ضرورت دی، ځکه چې د تعلیمي کچې د پیاوړي کېدو او د هېواد د راتلونکي نسل د ښې پوهې لپاره کتابتون د ټولنې لپاره د ملا تیر حیثیت لري، همدا لامل دی چې د غربی او اروپایي ټولنې خلک د علمي ظرفیت د پرمختګ لپاره د مختلفو ډولونو د کتابتونونو څخه استفاده کوي، چې نن ورځ د دوی علمي کچه تر بل هر وخت پرمختللې او کومه ځانګړې نیمګړتیا نه لري، سره د ټولو اهمیتونو، زده کړو او ټولو تاثیراتو چې په راتلونکي یې ولري، ثابته شوې ده چې  هېڅ بشري قوه  نشي کولی، چی هغه بیا او په بله بڼه پیداکړي، ولې راتلونکی په لاره دی او یوه مهمه برخه د هغې چې نن ورځ  په کتابتون پورې اړه لري. مونږ باید د دې هېواد د بچیانو برخه د نړۍ د راتلونکي څخه معلومه کړو او د دې لپاره ملي عزم ته اړتیا لرو، نو لدې کبله خورا مهمه ده، چې باید د ټولنې د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي  لوړوالي او پرمختیا په موخه کتابتون ته مراجعه وشي. په معنوي او مادي لخاظ دوامداره ګټې، لاسته راوړنې، نوي بدلونونه، خلاقیت او د ژوندانه مناسب کیفیت د انساني سرچینو، ټولنیز کلتور او فرهنګي ګټو پېژندل د کتابتون په شتون پورې اړه لري. ځکه د اوسني عصر مطابق د وګړو شتمني، طبیعي شتمني، فزیکي او انساني شتمني په دې پورې تړلې ده، که چېرې په واقعي مانا له کتابتون څخه استفاده وشي، لېرې نه ده، چې د ځمکې پر مخ به له ډېرو کمو ستونزو سره مخ شو، نو په همدې خاطر مو هېله ارزو دا ده چې د کتابتون څخه د سالمې ګټې په موخه په هرځای کی استفاده وشی، کتاب یو ښه ملګری دی ، خو د ښې ملګرتیا اساس بیا په کتابتون پوری اړه لري، د شیخ زاید پوهنتون کتابتون امریت مسولین له خپلو ټولو ګرانو استادانو محصلینو او اداري کارکوونکو څخه هیله کوي چې د کتابتون اصول، مقررې او لایحې په پام کې ونیسي او د اصولو مطابق له کتابونو او انلاین سرچینو څخه ګټه واخلي، تر څو مو له جوړ شوي سیستم څخه سالمه او اسانه استفاده کړي وي.

د اباد، پر مختللي او سوله ییز افغانستان په هیله!!!

د کتابتون څخه د ګټې اخیستنې کړنلاره

  • د مطالعې فرهنګ مروجولو لپاره اړینه ده چې منظم کتابونه او معیاري سیستم ولرو، په همدې موخه د شیخ زاید پوهنتون ریاست مقام په همکارۍ د کتابتون امریت ادارې د ګرانو مراجعینو لپاره لاندې مقررات وضع کړي، هیله ده ټول یې مراعت کړئ.
  • وړاندې له دې چې د کتابتون څخه استفاده پیل کړئ د کتابتون له مقراراتو ځانونه خبر کړئ چې وروسته ناخبري بیا عُذر نه بلل کیږي.          
  • له کتابتون څخه یواځې د پوهنتون اړوند استاذان، محصلین، او اداري کارکونکي استفاده کولای شي.
  • د کتابتون څخه د استفادې کوونکو اشخاصو لپاره د پوهنتون ځانګړی هویت کارت درلودل اړین دی.
  • په کتابتون  کې د ننه په زوره خبرې کول، یو تر بل مباحثه یا په تیلیفون کې غږېدل جدآ بند دي.
  • په کتابتون کې د ننه د هرې پوهنځی کتابونه او المارۍ مشخصې شوي دي، هیڅوګ حق نلري چې د یوې پوهنځی کتابونه او نور علمي اثار د بلې پوهنځی له هغو سره ګډ کړي.
  • کتابتون ته د داخلیدو په وخت مو باید ټول کتابونه اجناس او شخصي توکي بهر په میز کیږدئ هیچا ته د یادو اجناسو د داخیلیدو اجازه نشته.
  • ټول مراجعین مکلف دي چې د خوښې وړ موضوع تر پیدا کیدو وروسته د نورو محصلینو مزاحمت ونکړي او د وخت خیال وساتي.
  • نظافت د ایمان جُز دی هیله ده د پاکوالي پام وساتئ.
  • د کتابتون د اجناسو لکه میز، چوکي، الماري او د کتابتون اړوند نورو توکو ساتلو ته پام ولرئ.
  • د ادارې له کارکوونکو سره د اداري اصولو له مخې چلند وکړئ ، په خپل نوبت او نرمه لهجه یو له بل سره خبرې وکړئ.      
  • ټول مراجعین کولای شي چې د کتابتون لا پرمختګ لپاره هر ډول وړاندیزونه او برنامې د کتابتون د مسؤلینو سره شریکې کړي.

د کتابونو څخه د ګټې اخیستنې کړنلاره

  • د هرې پوهنځی کتابونو لپاره ځایونه او المارۍ  مشخصې شوې دي، هېڅوک  حق  نلري،  چې د یوي پوهنځی کتابونه د بلې هغې له کتابونو سره ګډ کړي، هر کتاب چې په کوم ډول اېښودل  شوي  وي، د راخېستلو وروسته یې په خپل ځای کې په منظم ډول کیږدئ.
  • کله  چې محصل ته کتاب توزیع کیږي، باید د هویت کارت له ځان سره ولري .
  • له سمستري او تدریسي کتابونو پرته یو کتاب  یوه اونۍ  وخت  لري، که  کوم محصل کتاب  د خپل وخت څخه وځنډوه، د ورځې (۵) افغانۍ  جریمه  کیږي، بیا د شکایت حق  نه لري د کتاب حجم ته په کتو کولای شئ کتاب تمدید کړئ.
  • که کوم محصل په کتاب کې پرته د خپل نوم نه (هغه هم په پنسل) اضافي لیکل  په قلم باندې وکړل، یا یې  څېري  کړی ؤ، نو محصل مکلف دی چې، دا کتاب نوی کتابتون ته وصول کړي.
  • مونوګرافونه، دایرت المعارف او یو شمیر نور مهم علمي اثار چې په کتابتون کې یې موجودیت ډیر اړین بلل شویده هیڅوګ نه شي کولئ چې له ځان سره یې یوسي یواځې همدلته په کتابتون کې ترې ګټه اخیستلی شي.
  • هر څوګ کولی شي چې کتابتون ته اصلاحي، ټولنیز او زمونږ د ټولنې د رسوماتو مطابق کتابونه ډالۍ کړي .
  • که په کتابتون کې ستاسې د علاقې وړ کتابونه له کیمیت سره مخ وي نو د مهربانۍ له مخې د کتابتون اداري کارکوونکو ته کتابونه د ټولو مشخصاتو سره ولیکئ تر څو د کتابتون اداره یې د اړوندو ادارو څخه غوښتنه وکړي.
  • ټول محصلین باید یاده کړنلاره په یاد ولري چې وروسته یې ناخبري عُذر نه بلل کیږي.

 

د عمومي کتابتون امریت تشکیل

عکس

بریښنالیک

ګرځنده شماره

دنده

تخلص

نوم

ګڼه

20201022_112716.jpg

Hamid.esrar@gmail.com

0779822492

امر

سردارخیل

حمیدالله

۱

Qadir Sangin.jpg

Qadir.sangin@gmail.com

0765519320

عمومي مدیر

سنګین

قادرګل

۲

هلال .JPG

Hilal.hussainyszu@gmail.com

0704858687

د کارت، کتلاک او وېش مدیر

حسیني

هلال

۳