ریس پوهنځی علوم اجتماعی

 

پوهنیار سیف الله غروال

 د ټولنیزو علومو پوهنځي اداره هوډ لري چې د ټولنيزو علومو د تدريس او زده کړې له لارې د افغاني ټولنې د ستونزو په حل او ددې ټولنې په سمون کې رغنده ونډه ترسره کړي ټولنيزو علومو پوهنځي د ټولنیزو علومو د تدريس له لارې غواړي اذهان جوړ او په ملي او اسلامي روحيه سمبال ځوانان خپلې ټولنې ته وړاندې کړي، تر څو و کولای شي له همدې لارې د افغاني ټولنې د سمون لاره برابره او ټولنيزو ستونزو ته د حل معقوله لار پيدا کړي.

ټولنيزو علومو پوهنځي د شيخ زايد پوهنتون په تاريخ کې يوه نوې او ځوانه پوهنځي ده، له شته امکاناتو څخه ګټه اخلي او د خپلو درنو استادانو او اداري کارکوونکو په هڅو د پوهنتون د رهبرۍ په ملاتړ خپل ټاکلي لرليد، رسالت او موخو په لور روانه ده.