د معلوماتي تکنالوژی امریت تر پلان لاندي دندې او ورځني اجراات:

  1. د پوهنتون د اکاډمیک ،اداري او تدریسي بهیر بهبود لپاره د باکیفیته تکنالوژي خدمتونو برابرول او د  پوهنتون ادارې سره پدې برخه کې همکاري کول.

  2. د معلوماتې تکنالوژۍ امریت اړوند معیاري سیستمونو ساتل او هغوی ته انکشاف ورکول په ټولو پوهنځیو کې د معلوماتي تکنالوژۍ د وسایلو څخه نظارت او ساتنه کول د اړوندو پوهنځيو او ادارو سره د انټرنیټ وسایلو د ساتلو لپاره روابط جاري ساتل  د معلوماتي تکنالوژي امریت له وسایلو لکه  (ICT  سنټر،سرور رووم ،ټرینینګ رووم او پاور رووم ) ساتنه او مراقبت کول.

  3. د پوهنتون عمومي ویب سایت کې وخت په وخت د معلوماتو اپډیټ کول ،د لوړو زده کړو وزارت سره په ټولو برخو کې د ویدیو کنفرانسونو د وسایلو اماده کول ، وزارت مقام ته د الیکترونیکې ارشیف (ایملونو لیږل او رالیږی شوو ایملونو زر اجراات کول) او د هغې فعال ساتل

  4. د لوړو زده کړو وزارت په مرسته چي کوم انټرنيټ د افغان ټیلیکام لخوا پوهنتون ته ورکړل شوی په ښه ډول سره تنظیمول

  5. د کمپیوټر ساینس پوهنځی او نورو همکارو ادارو په مرسته د پوهنتون په سرور رووم کې د یو منظم ډیټابس جوړول چې په لوکل ډول سره په ټولو پوهنځيو کې لاس رسي ورته وشې د نوموړي ډیټابیس طرحه د کمپیوټر ساینس پوهنځی سره شریکول.

  6. دا چې د معلوماتي تکنالوژی امریت فعلأ یو ICT سنټر لري د شرعیاتو پوهنځی په نوي تعمیر  کې چې څلور پوهنځي ځای پرځای کیږي د یو بل سنټر فعالول.

  7. هغه لینکونه چي د بیلا بیلو ادارو لخوا د انلاین منابعو (ډیجټل کتابتون) لپاره شیخ زاید پوهنتون ته رالیږل کیږي د ټولو پوهنځیو سره په رسمې ډول سره شریکول او د هغوی لینکونه په ICT  سنټر کې د بینرو په شکل چاپول ترڅو استادان ،اداري کارمندان او محصلین ورڅخه استفاده وکړي.

  8. د معلوماتي تکنالوژۍ مرکز ICT  سنټر کې د سټوریچ سرور فعالول په سافټ ډول د هغو کتابونو ساتل چې د شیخ زاید پوهنتون عمومې کتابتون سره موجود دي، ترڅو د ټول پوهنتون په هره اداره کې استادان،اداري کارکوونکې او محصلین وکولی شي ډاونلوډ کړي.

  9. د معلوماتي تکنالوژی امریت او اړوندو سنټرونو د اجناسو د قید لپاره خانه سامان ،صفاکاران او یو بشپړ  تشکیل درلودل.

  10. د پوهنتون استادانو ،اداري کارمندانو او محصلینو ته د بریښنايې زده کړو شرایط  او  وسایل اماده کول، په انفرادي ډول د استادانو او اداري کارکوونکو او محصلینو سره په نوموړي برخه کې همکاري کول .

  11. د ورکشاپونو ،سیمنارونو، ترینیګونو ، او بریښنايي زده کړو  لپاره د معلوماتې تکنالوژي مرکز ،انټرنیت استادانو ،اداري کارمندانو او محصلینو په واک کې ورکول.

  12. د معلوماتي تکنالوژی امریت او ICT  سنټر لپاره د یو مجهز  دوه منزله ودانۍ جوړول ، چې یو مجهز کمپیوټر لېب چې د ټرینینګونو، ورکشاپونو او کنفراسونو ټول وسایل ولري .

بېرته تګ