د معلوماتي تکنالوژی امریت تر پلان لاندي دندې او ورځني اجراات:
- د پوهنتون د اکاډمیک ،اداري او تدریسي بهیر بهبود لپاره د باکیفیته تکنالوژي خدمتونو برابرول او د پوهنتون ادارې سره پدې برخه کې همکاري کول.
- د معلوماتې تکنالوژۍ امریت اړوند معیاري سیستمونو ساتل او هغوی ته انکشاف ورکول په ټولو پوهنځیو کې د معلوماتي تکنالوژۍ د وسایلو څخه نظارت او ساتنه کول د اړوندو پوهنځيو او ادارو سره د انټرنیټ وسایلو د ساتلو لپاره روابط جاري ساتل د معلوماتي تکنالوژي امریت له وسایلو لکه (ICT سنټر،سرور رووم ،ټرینینګ رووم او پاور رووم ) ساتنه او مراقبت کول.
- د پوهنتون عمومي ویب سایت کې وخت په وخت د معلوماتو اپډیټ کول ،د لوړو زده کړو وزارت سره په ټولو برخو کې د ویدیو کنفرانسونو د وسایلو اماده کول ، وزارت مقام ته د الیکترونیکې ارشیف (ایملونو لیږل او رالیږی شوو ایملونو زر اجراات کول) او د هغې فعال ساتل
- د لوړو زده کړو وزارت په مرسته چي کوم انټرنيټ د افغان ټیلیکام لخوا پوهنتون ته ورکړل شوی په ښه ډول سره تنظیمول
- د کمپیوټر ساینس پوهنځی او نورو همکارو ادارو په مرسته د پوهنتون په سرور رووم کې د یو منظم ډیټابس جوړول چې په لوکل ډول سره په ټولو پوهنځيو کې لاس رسي ورته وشې د نوموړي ډیټابیس طرحه د کمپیوټر ساینس پوهنځی سره شریکول.
- دا چې د معلوماتي تکنالوژی امریت فعلأ یو ICT سنټر لري د شرعیاتو پوهنځی په نوي تعمیر کې چې څلور پوهنځي ځای پرځای کیږي د یو بل سنټر فعالول.
- هغه لینکونه چي د بیلا بیلو ادارو لخوا د انلاین منابعو (ډیجټل کتابتون) لپاره شیخ زاید پوهنتون ته رالیږل کیږي د ټولو پوهنځیو سره په رسمې ډول سره شریکول او د هغوی لینکونه په ICT سنټر کې د بینرو په شکل چاپول ترڅو استادان ،اداري کارمندان او محصلین ورڅخه استفاده وکړي.
- د معلوماتي تکنالوژۍ مرکز ICT سنټر کې د سټوریچ سرور فعالول په سافټ ډول د هغو کتابونو ساتل چې د شیخ زاید پوهنتون عمومې کتابتون سره موجود دي، ترڅو د ټول پوهنتون په هره اداره کې استادان،اداري کارکوونکې او محصلین وکولی شي ډاونلوډ کړي.
- د معلوماتي تکنالوژی امریت او اړوندو سنټرونو د اجناسو د قید لپاره خانه سامان ،صفاکاران او یو بشپړ تشکیل درلودل.
- د پوهنتون استادانو ،اداري کارمندانو او محصلینو ته د بریښنايې زده کړو شرایط او وسایل اماده کول، په انفرادي ډول د استادانو او اداري کارکوونکو او محصلینو سره په نوموړي برخه کې همکاري کول .
- د ورکشاپونو ،سیمنارونو، ترینیګونو ، او بریښنايي زده کړو لپاره د معلوماتې تکنالوژي مرکز ،انټرنیت استادانو ،اداري کارمندانو او محصلینو په واک کې ورکول.
- د معلوماتي تکنالوژی امریت او ICT سنټر لپاره د یو مجهز دوه منزله ودانۍ جوړول ، چې یو مجهز کمپیوټر لېب چې د ټرینینګونو، ورکشاپونو او کنفراسونو ټول وسایل ولري .
بېرته تګ
Quick Links
Afghnanistan (SWAYAM) Portal
Independent Admistrative Reform & Civil Service Commission
India National Digital Library
Khost Prov Postal Codes
Ministery of Communications & Information Technology
Ministery of Higher Education
Open EDX portal
خوست شیخ زاید پوهنتون فسبوک پاڼې لینک
شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو سمون آمریت فسبوک پاڼه
SZU-Research and Academic Journal Department