د عامه اړيکو څانګه

د عامه اړيکو څانګې پېژندنه او لنډه تاریخچه

د ژورنالېزم او عامه اړيکو پوهنځي تر چتر لاندې، عامه اړيکو څانګه ډېره اوږده تاريخچه نه لري. د وخت غوښتنو او اړتياوو ته په کتو، د نوي متحد شوي کريکولم د تطبيق په موخه، په 1395 کې د ياد پوهنځي پخوانۍ څانګې (مطبوعات او راډيو تلويزون) د ژورنالېزم تر نامه لاندې مدغم شوې او تر څنګ يې د عامه اړيکو په نامه نوې څانګه ايجاد شوه. يادې څانګې په 1398 کال کې لومړۍ دوره محصلان فارغ او ټولنې ته د ښه چوپړ په موخه وړاندې کړل. د يادې څانګې محصلان لومړيو دوو کلونو کې د ژورنالېزم څانګې له محصلانو سره ګډې زده کړې کوي، کريکولم يې يو او ټولګي يې ګډ دي؛ خو په درېيم ټولګي کې د زده کړو تخصصي کېدو په موخه کريکولم او ټولګي سره بېلېږي. ياده څانګه هڅه کوي، چې د ورځني کاري چاپېريال له اړتياوو او غوښتنو سره سم د عامه اړيکو تخصصي او مسلکي کسان وروزي او ټولنې ته يې د خدمت په موخه وړاندې کړي، څو په بېلابېلو ادارو کې د عامه اړيکو څانګې تقويه کړي او د ادارو هر اړخيزو پرمختياوو ته لار پرانيزي د عامه اړيکو څانګې جوړښت: عامه اړيکو څانګه، د ژورنالېزم او عامه اړيکو پوهنځي تر چتر لاندې فعاليت لري. په دې ديپارتمنت کې د څانګې د آمر په شمول اته 8 تنه کادري غړي دي، چې د يادې څانګې اداري او علمي چارې پر مخ وړي.

 

د عامه اړیکو څانګې لرلید(Vission) :

 د عامه اړیکو څانګه به د هیواد او سیمې په کچه د مسلکي او معیاري زده کړو، د عامه اړیکو د کاري او علمي څیړنو په برخه کې مخکښه علمي برنامه وي.

 

د عامه اړیکو څانګې  مامورئیت (Mission):

عامه اړیکو څانګه د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې په ملي او سمیزه کچه محصلانو ته د معیاري زده کړو او مسلکي مهارتونو د ودې زمینه برابروي؛ څو د ټولنې او کاري مارکیټ غوښتنو او اړتیاوو ته په کتو په دولتي او خصوصي ادارو کې د دوه اړخیزو ارتباطاتو د غښتلتیا په موخه مسلکي او ژمن کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي.

 

د عامه اړیکو څانګې موخې:

1.     له وخت سره سم د عامه اړيکو په برخه کې مسلکي او تجربه لرونکي کادرونه روزل.

2.     ځوانو کادرونو ته د دانسانې ټولنې ، دولتي غیر دولتي ادارو او خلکو ترمنځ دښواړیکو د ټینګولو اصول لارې چارې ورزده.

3.     په مسلکي بڼه د ورځنيو رسمي ،تجارتي او عادي اړیکو دښه سرته رسولو اوسمبالولو د مديريت او رهبرۍ د وړتيا لرل.

4.     د عامه اړيکو کمپاين پلان جوړ او درسنيو له لارې يې په ټولنه تطبيق او عملي کول.

5.     له رسنيو، ادارو او مطلوبو وګړو سره په اغېزمنه توګه خپل مالومات، پروګرامونه او توکي شريک کول.

6.     د خلکو په وړاندې د خپلې ادارې غوره استازيتوب کول.

7.     د توکو او خدماتو د برانډ کولو، د ادارو او مطلوبو خلکو ترمنځ رښتيني باورونه رامنځ ته کول.

8.     د ادارو او مطلوبو خلکو ترمنځ پوهاوی زيات او  فاصلې را لنډول.

د عامه اړیکو څانګی لیسانس پروګرام

دا چې د هیواد بیلابیلو اداراتو لپاره په کار پوه او مسلکي زده کړیالان مو ټولنې ته د دوی د غوښتنو مطابق وړاندې کړي وي؛ نو عامه اړیکو څانګه د شته مسلکي علمي کادر غړو په شتون سره هڅه کوي چې په لوړو زده کړو سمبال او مسلکي ځوانان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي. د اوسني عصر اړتیاوو او د مارکېټ غوښتنو پوره کولو لپاره عامه اړیکو څانګه پوره هوډ لري چې د نوي نصاب په ورښودلو سره نه یوازې د دوی په زده کړو کې بلکې د راتلونکي نسلونو لپاره یوه داسې لار پرانیزي چې ستونزو ته په خپل وخت رسیدنه وشي.

عامه اړیکو څانګه د خپلو مسلکي مضامینو پر مټ چې په جوړښت کې یې اساسي او تخصصي مضامین شتون لري خپلو محصلانو ته د لیسانس په سویه درسونه وړاندې کوي چې اکثریت استادان یې د ماستري لوړې زده کړې ترسره کړي دي او باقي استادانو لپاره هم په راتلونکي کې د داسې بورسونو په لټه کې دي چې له یوې خوا خپلې تجربې او پوهه زیاته کړي او له بلې خوا د ګرانو محصلینو په روزنه کې موثر تمام شي.

عامه اړیکو څانګه په پام کې لري چې د ماستري او دوکتورا زده کړو لپاره د څانګې استادان د نړۍ بیلابیلو پوهنتونونو لپاره د ضرورت په بنا معرفي کړي ترڅو په یاده څانګه کې د ماستري برنامه فعاله او له دې لارې هم کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي.

 

په پروګرام کې د شمولیت پالیسي:

د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینه په کلنۍ توګه د ټول هېواد په کچه اخلي او زده کوونکي د خپلې خوښې تحصیلي رشته د ځان لپاره ټاکي. د ازموینې څخه وروسته زده کوونکي د خپلو اخیستل شوي نومرو پر بنسټ  د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي عامه اړیکو څانګه کې جذبیږي.

د کانکور ازموینه د لیسې او د مسلکي انستیتیوتونو د شاګردانو څخه اخیستل کیږي. د عامه اړیکو څانګی  مینه وال باید یاده تحصیلي رشته د ځان لپاره د کانکور په فورمونو کی د ورکړل شوي کوډ له مخی وټاکي ترڅو په نوموړې تحصیلي رشته کې د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي ته لار پیدا کړي. هغه زده کوونکو چې د کانکور ازموینې له لارې د ارتباطاتو او ژورنالېزم  پوهنځي ته لاره موندلې، هغوی به خپل عمومي کورسونه په لومړیو دوو کلونو کې بشپړ او په دریم تحصیلي کال به تخصصي کورسونه د عامه اړیکو ریشتی  په برخه کې پیل کړي.

 

د عامه اړيکو څانګې د آمر پيغام!

د نړۍ هر اړخيز پرمختګ د علومو د پراختيا او څېړنو په پايله کې صورت موندلی دی چې په اساس يې د وخت اړتياؤ او غوښتنو ته حل لارې راويستلې او د نړۍ په هوساينه او پرمختيا کې يې بې کچې بدلون راوستلی. د نړۍ پرمختللي هيوادونه د علم او پوهې له برکته د نړۍ د اوسني بهير سرلاري دي. که څه هم زموږ ګران هيواد او زموږ ټولنه د لسيزو ناخوالو او بدبختيو له امله له دې ګړندي کاروانه ډيره وروسته پاتې ده؛ خو د دې بدبختيو او وروسته پاتې والي څخه د خلاصون يوه لاره دا ده، چې زموږ ټولنه د علم او پوهې په ګاڼه سمبال کړو او په دې برخه کې د نړۍ ليد لوری او مسير تعقيب کړو؛ شپه ورځ زيار وباسو او د ملي يووالي روحيه په ولسونو کې راژوندی کړو. په دې برخه کې بايد په زده کړه او تحصيل باندې پانګونه وشي، کار اهل کار ته وسپارل شي او له وړ اشخاصو او ځوانانو څخه د هيواد په جوړونه او پرمختګ کې ګټه پورته کړو.

خوشبختانه اوسمهال په هيواد کې ګڼ شمېر دولتي خصوصي پوهنتونونه فعاليت لري، چې په بېلا بېلو برخو کې علمي کادرونه ټولنې ته وړاندې کوي. يو له دې پوهنتونونو څخه د شيخ زايد دولتي پوهنتون دی، چې د جنوب ختيځ زون په کچه د باور وړ تحصيلي مرکز دی او تر دې مهاله ۱۲ پوهنځي لري چې یو له هغو څخه يې د ارتباطاتو او ژورناليزم پوهنځی دی. ياد پوهنځی په خپل جوړښت کې دوه څانګې، ژورناليزم او عامه اړيکې لري، چې د مارکېټ غوښتنو او اړتياوو ته په کتو وړ کادرونه روزي او ټولنې ته يې د خدمت په موخه وړاندې کوي.

د عامه اړيکو څانګه چې په ۱۳۹۵ه.ل کال د ژورناليزم پوهنځي په چوکات کې ايجاد شوه، تر دې مهاله يې څلور دورې مسلکي کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي، د يادو فارغانو له جملې څخه يې زياتره په دولتي او غير دولتي ادارو کې په دندو بوخت دي. د عامه اړيکو څانګه هوډ لري، چې له کاري شرکاوو سره په بشپړه همغږۍ، په ملي کچه د عامه اړيکو په برخه کې، د علمي، څېړنيزو او مسلکي خدماتو وړاندې کولو له اړخه، يوه مخکښه علمي او مسلکي اداره وي. ياده څانګه په دې برخه کې د نړيوالو پوهنتونونو او د عامه اړيکو نړيوالو سازمانونو د کريکولم او سيلابس په نظر کې نيولو سره ملي ګټو ته ژمن مسلکي کادرونه روزي او ټولنې ته يې د ښه خدمت په موخه وړاندې کوي.

که څه هم د عامه اړيکو ديسپلين په نړيواله کچه دومره سابقه نه لري خو د ياد ډيسپلين اړتيا ته په کتو سره ډير ژر په نړيواله کچه په پوهنتونونو او علمي مرکزونو کې د يوه علم په توګه ومنل شو او په دې برخه کې د تدريس، څېړنې او تحقيقاتو لاره پرانيستل شوه. د ياد علم او مسلک لوي ارزښت په دې کې دی چې د عامه اړيکو د فعاليت پيل په تحقيق سره کيږي، چې لومړی د اړونده ادارو د وضعيت او چاپيريالي مسايلو څخه د اګاهۍ په موخه بايد څېړنه او تحقيق وشي او وروسته د ترلاسه شويو حقايقو او معلوماتو په رڼا کې يو کلي پلان جوړ او د مديريت سره په همغږۍ عملي کړل شي. د ارتباطاتو او ژورناليزم پوهنځي په اډانه کې د عامه اړيکو فعاليت او د تحصيلي کريکولم تطبیق ته په کتو سره زه ډاډه يم چې نوموړې اداره به په راتلونکي کې د هيواد په کچه د عامه اړيکو د يوې نوموتې ادارې په توګه تبارز کوي او په دې برخه کې به بېلا بېلو دولتي، غيردولتي، او سوداګريزو ادارو او سازمانونو ته په کار پوهه او مسلکي کادرونه ورکوي، چې د هغوی په ګمارنې سره به ياد سازمانونه خپلې موخې او اهداف په ډيره سيستماتيکه توګه ترلاسه کړی شي، په ټولنه کې به ښه او نيک نوم وګټي او خپل دوامداره پرمختګ به وساتلی شي. زه د عامه اړيکو د يوه مسلکي زده کوونکي او تدريس کوونکي په توګه د عامه اړيکو ټولو محصلانو ته دا پيغام ورکوم چې په اړونده برخه کې د لا پرمختګ په موخه بېلابېلې وړتياوې او مهارتونه لکه د ليکنې، ډيزاين، پلان جوړونې، مديريت، اړيکو، مفاهمې، ... ترلاسه کړی؛ ترڅو د عامه اړيکو د يوه بشپړ مسلکي کادر په توګه د هيواد په پرمختګ او جوړونه کې خپل مسؤليت ترسره کړي.

د سوکاله، ښېرازه او پرمختللي افغانستان په هيله!

پوهنیار هارون برهان

د عامه اړيکو څانګې آمر

 

 

د عامه اړیکو څانګې آمر په اړه معلومات:

 

نوم او تخلص: پوهنیار هارون برهان

د پلار نوم: محمد علیشاه

دنده: د عامه اړیکو څانګې آمر

مبایل شماره: 0765505645

ایمیل ادرس: borhanharoon@gmail.com

د عامه اړیکو څانګې آمر پوهنیار هارون برهان لنډه بایوګرافي:

استاد پوهنیار هارون برهان د متقاعد مدیر محمد عليشاه زوی، چې  په ۱۲/۱۲/۱۹۹۲ میلادي کال د خوست ولایت د شمل پیرانو شینکۍ کلي کې د استاد نورعلي شاه په متدینه کورنۍ کې خپلې سترګې نړۍ ته غړولي دي. ښاعلي استاد برهان خپلې لومړنۍ زده کړې د شمل پیرانو عالي لیسه کې سرته رسولي دي او په ۲۰۱۳ میلادې کال کې د یادې لیسې څخه په عالی درجه فارغ شو.

وروسته له فراغت ښاغلی برهان د کانکور ملي ازموینې له لارې په ۲۰۱۳ کال کې د خوست شیخ زاید پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي ته بریالی او په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له یاد پوهنځي څخه په عالی درجه فارغ شو.

استاد برهان د فراغت وروسته سم د لاسه د کلید ګروپ/ د کلید رادیو د خوست څانګې سره د پښتو پروګرامونو او خبرونو د پرډیوسر په حیث دنده پیل کړه، چې وروسته له یو کال په یاده رسنۍ کې د دري خبرونو د پروډیوسر په حیث دنده تر سره کړه. په عین حال کې استاد برهان د کلید او مرسل مجلو او ویب سایټ لپاره هم تولیدي راپورونه، خبرونه او د فیچر لیکنې په برخه کې کار وکړ.

په ۲۰۱۸ کال ښاغلی برهان د شیخ زاید پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالیزم پوهنځي د عامه اړیکو په څانګه کې د نامزد پوهنیار په حیث مقرر شو.

د شیخ زاید پوهنتون لپاره استاد برهان د تدریس سربېره د لوړو زده کړو وزارت په غوښتنه د (EdX) نړیوال پلاټ فارم کې د ویډیوګرافر او ایډیټر په  توګه وګمارل شو.

استاد هارون برهان په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د لوړو زده کړو وزارت څخه د (ICCR) رقاتبي او رسمي سکالرشیپونو له لارې هندوستان هیواد ته د عامه اړیکو او اعلاناتو په برخه کې د ماستري برنامې لپاره لاړو. استاد برهان د هند بنګلور نړیوال پوهنتون کې په ۲۰۲۲  کال کې د غوره او ممتاز محصل مقام تر لاسه کړ او د ممتاز محصل په توګه یې د ماستري سند تر لاسه کړ.

استاد برهان له ۲۰ څځه په زیاتو نړیوالو او داخلي علمي ورکشاپونو او کنفراسونو کې چې د تدریس میتودلوژي، تحقیق، رهبري او مدیریت، د ارتباطاتو اړوند مسلکي برخو اړوند دي  برخه اخیستي ده.

ښاغلی برهان د ۱۴۰۲ ه. ل قوس میاشتې په ۲۴ نیټه د عامه اړیکو څانګې د آمر په توګه مقرر شو او تر اوسه د آمریت  او تدریسي چارې مخکې وړي.

نوم

تخلص

پلار نوم

دنده

مبایل شماره

ایمیل ادرس

عکس

هارون

 برهان

محمد علیشاه

د عامه اړیکو څانګې آمر

0765505645

borhanharoon@gmail.com

123

 

 

 

 

 

 

 

 

دعامه اړیکو څانګې د بشري سرچینو په اړه معلومات

عامه اړیکو  دیپارتمنت ۸ رسمي علمي کادر غړي لري، چې لدې جملې څخه یو تن پوهنوال، یو تن پوهندوی، درې تنه پوهنمل، دوه تنه پوهنیار او یو تن د نامزد پوهنیار علمي رتبې لري. سربېره پردې د یادې څانګې یو تن استاد فعلاً په چین کې د دوکتورا په زده کړو مصروف دی، پینځه تنه د ماسټري تر کچې علمي درجې لرې چې له مختلفو هیوادو څخه د ماسټري برنامې په بریالیتوب سره سرته رسولي دي. یاده څانګه فعلاً دوه تنه علمي کادري غړي د لېسانس تر کچې لوړې زده کړې لري.

دنده

د وروستي تحصلي سند د اخیستو هیواد

تحصيلي درجه

د وروستي سند په اساس تخصصي برخه

علمي رتبه

نوم

شماره

آمر

هندوستان

ماسټر

عامه اړیکې او اعلانات

پوهنیار

هارون برهان

۱

استاد

افغانستان

ليسانس

ارتباطات

پوهنوال

محمد خان نيازی

۲

استاد

هندوستان

ماسټر

عامه اداره

پوهندوی

اسدالله تڼی

۳

استاد

چین

ماسټر

ارتباطات/ژورنالېزم

پوهنمل

رحمت الله هاند

۴

استاد

هندوستان

ماسټر

عامه اداره

پوهنمل

فاروق جان منګل

۵

استاد

قزاقستان

ماسټر

رسنیزي اړیکې/ژورنالېزم

 پوهنيار

واحدالله زيار

۶

استاد

هندوستان

ماسټر

عامه اداره

پوهنمل

محمد يوسف ثاقب

۷

استاد

افغانستان

لیسانس

عامه اړیکې

نامزد پوهنیار

سهار سبا

۸

 

 

 

 

 

 

 بېرته تګ