د عامه اړيکو څانګه
د شيخ زايد پوهنتون د ارتباطاتو او ژورناليزم پوهنځي د عامه اړيکو څانګې د دوره يي کتنې د پايلو او د څانګې د فعايت او دوام په تړاو معلومات
د عامه اړيکو د څانګې پېژندنه
تعريف
عامه اړیکې (Public Relations) د ارتباطاتو او مدیریت یو علمي او مسلکي ډګر دی چې د سازمانونو، بنسټونو او د هغوی د بېلابېلو مخاطبینو ترمنځ د متقابل تفاهم، باور، همکارۍ او اغېزمنو اړیکو د رامنځته کولو، پیاوړتیا او دوام لپاره د ستراتېژیکو اړیکهییزو تګلارو، علمي څېړنو، معلوماتو د مدیریت، رسنیزو فعالیتونو او اغېزمنو اړیکهییزو پروګرامونو له لارې فعالیت کوي. عامه اړیکې د عامه افکارو په درک او مدیریت، د سازمان د هویت، اعتبار او شهرت په پیاوړتیا، د بحرانونو په مدیریت، ټولنیز مسؤلیت، شفافیت او حساب ورکونه کې مهم رول لري او د سازمان او ټولنې ترمنځ د باور، مشارکت او دوامدارو اړیکو د ټینګښت لپاره بنسټیزه وسیله ګڼل کېږي.
پېژندنه
د عامه اړيکو څانګه د شيخ زايد پوهنتون د ارتباطاتو او ژورناليزم پوهنځي له تخصصي او بنسټيزو علمي څانګو څخه ده، چې د معاصرو ارتباطاتو، سازماني اړيکو، ستراتېژيکو ارتباطاتو، رسنيزو اړيکو، عامه افکارو، سازماني شهرت او د ټولنيزو اړيکو د مديريت په برخو کې د متخصصو، ژمنو او مسلکي کادرونو د روزنې په موخه فعاليت کوي. دا څانګه د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د علمي پاليسيو، د کيفيت د تضمين معيارونو او د هېواد د دولتي او خصوصي ادارو د بشري ظرفيت د اړتياوو پر بنسټ رامنځته شوې ده.
په معاصره نړۍ کې عامه اړيکې د هرې ادارې د مديريت، اعتبار، ټولنيز باور، روڼتيا او مؤثرو ارتباطاتو له مهمو علمي او مسلکي برخو څخه ګڼل کېږي. له همدې امله، د دې څانګې علمي پروګرامونه داسې طرحه شوي دي، چې محصلان د عامه اړيکو د علمي بنسټونو تر څنګ، د معاصرو ارتباطي مهارتونو، څېړنيزو مېتودونو، ستراتېژيک پلان جوړونې، ډيجېټلي ارتباطاتو او مسلکي اخلاقو په برخو کې هم لازمې وړتياوې ترلاسه کړي.
د عامه اړيکو څانګې تاريخچه
د عامه اړيکو څانګه د شيخ زايد پوهنتون د ارتباطاتو او ژورناليزم پوهنځي په چوکاټ کې په ۱۳۹۷ کال کې د هېواد د رسنيز او ارتباطي سکتور د مخ پر زياتېدونکو اړتياوو د پوره کولو په موخه تأسيس شوه. د دې څانګې د رامنځته کېدو اساسي موخه دا وه چې د عامه اړيکو په برخه کې د علمي او مسلکي زده کړو لپاره يو معیاري اکاډميک چاپېريال برابر شي او هېواد ته داسې متخصص کادرونه وروزل شي، چې د دولتي ادارو، خصوصي سکتور، رسنيو، نادولتي مؤسسو او نړيوالو سازمانونو د ارتباطي فعاليتونو د مديريت وړتيا ولري.
د عامه اړيکو څانګې د فعاليت له پيل راهيسې د نصاب د معياري کولو، د علمي کيفيت د لوړولو، د تدريس د نويو مېتودونو د پلي کولو او د عملي زده کړو د پراختيا لپاره پرلهپسې هڅې کړې دي. اوس مهال (۱۴۰۵) د عامه اړيکو په څانګه کې (۱۱۱) تنه محصلينو په بېلابېلو ټولګيو کې پر زده کړو بوخت دي.
لرليد (Vision)
(عامه اړیکو څانګه به د هیواد او سیمې په کچه د مسلکي او معیاري زده کړو، د عامه اړیکو د کاري او علمي څیړنو په برخه کې مخکښه علمي برنامه وي.)
ماموريت (Mission)
عامه اړیکو څانګه د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې په ملي او سیمه ییزه کچه محصلانو ته د معیاري زده کړو او مسلکي مهارتونو د ودې زمینه برابروي؛ څو د ټولنې او کاري مارکیټ غوښتنو او اړتیاوو ته په کتو په دولتي او خصوصي ادارو کې د دوه اړخیزو ارتباطاتو د غښتلتیا په موخه مسلکي او ژمن کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي.
اصلي موخه:
د عامه اړیکو څانګې اساسي موخه د علمي، مسلکي او اخلاقي اصولو پر بنسټ د دولتي، خصوصي او نادولتي بنسټونو او د هغوی د بېلابېلو کورنیو او بهرنیو مخاطبینو ترمنځ د اغېزمنو، دوامداره او دوهاړخیزو اړیکو د رامنځته کولو، پیاوړتیا او مدیریت لپاره د داسې متخصصو کادرونو روزل دي، چې د ستراتېژیکو اړیکو، اغېزمنو اړیکهییزو مهارتونو، عامه افکارو د څېړنې او تحلیل، رسنیز مدیریت، سازماني او ټولنیز ارتباط، عامه پوهاوي، د سازماني شهرت او اعتبار مدیریت، د بحرانونو پر مهال د اړیکو مدیریت، ډیجیټلي او نوښتګرو اړیکهییزو تګلارو، فرهنګي او ټولنیز مسؤلیت، او د اړیکو د اخلاقي او حقوقي معیارونو په رڼا کې د سازمانونو او ټولنې ترمنځ د باور، شفافیت، متقابل تفاهم او اغېزمن مشارکت د ټینګښت وړتیا ولري، او د ملي پرمختګ، ښې حکومتولۍ، ټولنیز ثبات او دوامدارې پراختیا په بهیر کې رغنده ونډه واخلي.
د دوره یي کتنې پروسه
د څانګو دوره یي کتنه (Periodic Program Review) د لوړو زده کړو د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې له مهمو میکانېزمونو څخه شمېرل کېږي، چې موخه یې د څانګې د علمي، اداري او اجرایي فعالیتونو هر اړخیزه ارزونه، د تدریس او زدهکړې د کیفیت ښه والی، د نصاب د عصري کولو، د علمي لاسته راوړنو ارزونه، د بشري او مادي سرچینو اغېزمنه کارونه او د ملي او نړیوالو اکاډمیکو معیارونو سره د څانګې د فعالیتونو همغږي ده. په دې بهیر کې د څانګې مأموریت، لیدلوری، ستراتېژیک اهداف، تدریسي پروګرامونه، د محصلینو د زدهکړې پایلې، علمي څېړنې، ټولنیز خدمتونه، د فارغانو وضعیت، د کار بازار اړتیاوې، د ذینفعانو نظریات او د کیفیت د دوامداره ښه والي کړنلارې په منظم او مستند ډول ارزول کېږي. د دورهیي کتنې پایلې د شواهدو پر بنسټ د تصمیم نیولو، د نیمګړتیاوو د اصلاح، د راتلونکو پرمختیايي پلانونو د تدوین او د اکاډمیکو برنامو د دوامدارې ودې لپاره بنسټیزه وسیله بلل کېږي.
د دوره يي کتنې پرمهال يوه څانګه له لاندې حالتونو سره مخ کېدای شي. اړوند څانګه به يا په بله څانګه کې ادغام کېږي، يا به هم لغوه کېږي، يا به هم تعليق کېږي او وروستی هغه داچې که چيرې د اړوند څانګې شتون موثر وي بيا نو شته اروزنو په پايله کې څانګې ته د دوام او فعالیت اجازه ورکول کېږي، په دې معنی، چې اړوند څانګه د مارکيټ د غوښتنو سره همغږي او شتون یې اغېزمن دی.
په ۱۴۰۲ کال د شيخ زايد پوهنتون د دوره يي کتنې پر مهال د ارتباطاتو او ژورناليزم پوهنځي د عامه اړيکو څانګه هم د دوره يي کتنې په پار کانديده شوې وه، چې له نيکمرغه د عامه اړيکو څانګه نه يوازې داچې له دغې پروسې بريالۍ راووته بلکې د شته معيار مطابق يې پوره نمرې هم يوړې.
د عامه اړيکو څانګې د دوره يي کتنې د هيئت نتيجه ګیري او د وخت د جدول په اساس د څانګې لپاره د اقداماتو خلاصه:
په څانګه کې تدریسي پروګرامونه صحيح او په سم ډول روان دي. د څانګې امر بايد لاندې ستونزو د حل لپاره عملياتي پلان ولري.
د څانګې او پوهنځي لپاره پيشنهادونه:
1- څانګه دې د يوه مجهز کتابتون لپاره يو پروپوزل ترتيب کړي.
2- څانګه د خپلو فزيکي زيربنا ستونزه حل کړي.
3- څانګه دې د استادانو او مامورينو کمبود رفع کړي.
4- څانګه او پوهنځی دې د معتبرو تحصيلي بسنټونو سره هوکړه ليکونه لاسليک کړي.
5- څانګه دې استادانو ته د دوکتورا زمينه برابره کړي.
6- څانګه دې د الومنای سروې ګانو او د دوی سره د اړيکو لپاره دې منظم ډېټابيس ترتيب کړي.
7- څانګه دې د محصلينو د عملي کارونو لپاره زمينه برابره کړي.
د عامه اړيکو څانګې کادري غړي.
عامه اړیکو دیپارتمنت ۸ رسمي علمي کادر غړي لري، چې لدې جملې څخه یو تن پوهنوال، یو تن پوهندوی، درې تنه پوهنمل، دوه تنه پوهنیار او یو تن د نامزد پوهنیار علمي رتبې لري. سربېره پردې د یادې څانګې یو تن استاد فعلاً په چین کې د دوکتورا په زده کړو مصروف دی، پینځه تنه د ماسټري تر کچې علمي درجې لرې چې له مختلفو هیوادو څخه د ماسټري برنامې په بریالیتوب سره سرته رسولي دي. یاده څانګه فعلاً دوه تنه علمي کادري غړي د لېسانس تر کچې لوړې زده کړې لري
|
شمار |
نوم |
علمي رتبه |
د وروستي سند په اساس تخصصي برخه |
تحصيلي درجه |
د وروستي تحصلي سند د اخیستو هیواد |
دنده |
|
۱ |
فاروق جان منګل |
پوهنمل |
عامه اداره |
ماسټر |
هندوستان |
آمر |
|
۲ |
محمد خان نيازی |
پوهنوال |
ارتباطات |
ليسانس |
افغانستان |
استاد |
|
۳ |
اسدالله تڼی |
پوهندوی |
عامه اداره |
ماسټر |
هندوستان |
استاد |
|
۴ |
رحمت الله هاند |
پوهنمل |
ارتباطات/ژورنالېزم |
ماسټر |
چين |
استاد |
|
۵ |
هارون برهان |
پوهنيار |
عامه اړيکې او اعلانات |
ماسټر |
هندوستان |
استاد |
|
۶ |
محمد يوسف ثاقب |
پوهنمل |
عامه اداره |
ماسټر |
هندوستان |
استاد |
|
۷ |
سهار سبا |
نامزد پوهنيار |
عامه اړیکط |
لیسانس |
افغانستان |
استاد |
|
|
|
|
|
|
|
|