د شرعیاتو پوهنځي د ستراتیژیک پلان لنډیز
بسم الله الرحمن الرحیم، الحمد لله رب العالمین، والصلاة والسلام علی سید المرسلین، وعلی أله وأصحابه أجمعین، أما بعد! د شیخ زاید پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي ستراتیژیک پلان د ۱۴۰۲–۱۴۰۶ هـ ش کالونو لپاره د پوهنځي د علمي، اکاډمیک، اداري، زیربنايي او مالي پرمختګ جامع پنځه کلن چوکاټ دی. د دې پلان اساسي موخه دا ده چې شته بشري، مالي او مادي امکانات په منظم او اغېزمن ډول وکارول شي، د پوهنځي علمي کیفیت لوړ شي او د ټولنې اړتیاوو ته په کتو مسلکي، متعهد، اسلامي او ملي روحیې لرونکي کادرونه وروزل شي.
شرعیاتو پوهنځي تر دې وړاندې پنځلس دورې محصلین فارغ کړي او شاوخوا ۸۵۰ تنه فارغان یې ټولنې ته وړاندې کړي دي. اوس پوهنځی د فقه او قانون، اسلامي تعلیماتو او اسلامي ثقافت په درېیو څانګو کې فعالیت کوي او خپل لیدلوری دا دی چې په سیمهییزه، ملي او نړیواله کچه د شرعي او قضايي علومو په برخه کې د مسلکي کادرونو د روزنې یو معیاري علمي مرکز وګرځي، رسالت یې د ښوونیزو، مسلکي، قضايي، حقوقي او عدلي خدمتونو لپاره د وړ او مسلکي کادرونو روزنه او ټولنې ته وړاندې کول دي.
د پلان په ارزښتونو کې دیني او ملي ارزښتونو ته ژمنتیا، صداقت، مسلکيتوب، باکیفیته لوړې زده کړې، عدالت او برابري، د مسلکي کادرونو روزنه، هېواد پالنه، د څېړنې فرهنګ، شفافیت او حساب ورکونه ځانګړی ځای لري، همدارنګه پوهنځی غواړي د محصلینو لپاره د علمي او اخلاقي روزنې تر څنګ د ټولنې د اړتیاوو مطابق مسلکي وړتیاوې هم پیاوړې کړي.
د وضعیت د ارزونې په برخه کې پلان د پوهنځي قوتونه، کمزورۍ، فرصتونه او ننګونې په ګوته کوي، له مهمو قوتونو څخه د پوهنځي شل کلنه تجربه، درې څانګې، ځوان او ژمن علمي کادرونه، کتابتون او انټرنېټ، د کیفیت تضمین اړوند فعالیتونه او په ټولنه کې ښه اعتبار یاد شوي؛ په کمزوریو کې د دوکتورا لرونکو استاذانو کمښت، د علمي څېړنو او تألیفاتو یو څه کموالی، د تخنیکي او اداري امکاناتو محدودیت او د ځانګړي څېړنیز مرکز نشتوالی شامل دي، فرصتونه یې د زیربنايي ملاتړ، د سیمهییزو ادارو او خلکو همکاري، د لوړو زده کړو د لېوالتیا زیاتوالی او د ډاډمن امنیت شتون دي، د یادولو ده چې د لوړو تحصیلي درجو لرونکو کادرونو کمښت یې له مهمو ننګونو څخه ګڼل شوي دي.
د ستراتیژیک پلان یوه مهمه برخه د زیربناوو او معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیا ده، د نوي ودانۍ د احاطې، موټر تمځای او چاپېریال د سمون ترڅنګ، د کمپیوټرونو، پرنټرونو، سکنرونو، پروجکټورونو، انټرنېټ، کمرې، کاپي ماشینونو، پرینټرونو او نورو اړینو وسایلو د برابرولو پلان هم شوی دی.
په علمي برخه کې د تدریس د کیفیت لوړول، علمي څېړنې، نوښت او انتقادي تفکر ته وده ورکول، د استادانو او محصلینو د څېړنیزو فعالیتونو زیاتول، د علمي مقالو او تألیفاتو خپرول، ژباړې، مسلکي ورکشاپونه او د ټولنې د اساسي ستونزو په اړه څېړنې مهمې موخې دي، دا هم په پلان کې نېول شوي دي چې د څېړنې فرهنګ له استاذانو څخه تر محصلینو پورې عام شي او نوښتګر استاذان او محصلین وهڅول شي.
د ظرفیت لوړونې په برخه کې د استاذانو د دوکتورا زده کړو ته لېږل، د علمي او مسلکي لنډمهالو روزنیزو پروګرامونو جوړول، د علمي لیکنې او څېړنې، تدریسي مهارتونو، مدیریت، معلوماتي ټکنالوژۍ، انګلیسي ژبې، نصاب او کیفیت تضمین په برخو کې روزنه شاملېږي، اداري او تخنیکي کارکوونکي هم د اداري مراسلاتو، دوسیه بندۍ، وخت مدیریت، راپور لیکنې، برېښنايي حکومتولۍ او اړوندو مسلکي چارو په برخه کې د ظرفیت لوړونې لپاره په پام کې نیول شوي دي.
پلان د ماسټرۍ برنامې، درېیم شیپټ (شپې پوهنځي) او نویو څانګو د ایجاد لپاره هم زمینه برابروي، په نویو څانګو کې په ځانګړي ډول د تفسیر، عقیدې او فلسفې څانګو د ایجاد طرحه شوې، چې د کادري استاذانو، مناسب نصاب، درسي موادو او اړینو امکاناتو برابرول یې د عملي کېدو مهم شرایط ګڼل شوي دي.
د نصاب او کریکولم د بیاکتنې او نوي کولو لپاره هم ځانګړی پلان شته، څو درسي پروګرامونه د ټولنیزو اړتیاوو، علمي پرمختګونو او نړیوالو معیارونو سره برابر شي او د محصلینو نظرونه هم د نصاب په اصلاح کې شامل کړل شي، موخه دا ده چې فارغان یوازې له نظري معلوماتو برخمن نه وي، بلکې د ټولنې د واقعي اړتیاوو د پوره کولو وړ مسلکي او ماهر کادرونه وي.
د پلان یوه بله مهمه موخه له ټولنې سره د پوهنځي د اړیکو پیاوړتیا ده، د محصلینو لپاره د اختصاصي زده کړو پراخول، د مدرسو د فارغانو د جذب زمینه برابرول، له ملي او نړیوالو پوهنتونونو او څېړنیزو مرکزونو سره د توأمیتونو پراخول او د نړیوالو تجربو څخه ګټه اخیستل د همدې موخې مهمې لارې دي.
په مالي برخه کې پلان د پوهنتون د مالي خپلواکۍ له پالیسۍ سره د پوهنځي د راتلونکي فرصت تړاو بیانوي، موخه یې دا ده چې د علمي او مسلکي خدمتونو، حقوقي او مشورتي فعالیتونو او نورو عایداتي سرچینو له لارې د پوهنتون او پوهنځي د مالي پیاوړتیا زمینه برابره شي، د حقوقي کلینیک او بېلابېلو مسلکي بورډونو ایجاد هم د عایداتي سرچینو او ټولنې ته د مسلکي خدمتونو د وړاندې کولو په توګه مطرح شوی دی.
په پای کې، د پلان عمومي فلسفه دا ده چې شرعیاتو پوهنځی له یوازې تدریسي مرکز څخه په یوه پیاوړي، معیاري، څېړنیز، مسلکي او ټولنېمحور علمي مرکز بدل شي؛ داسې مرکز چې د شرعي او قضايي علومو په برخه کې لوړ علمي ظرفیت ولري، د وخت له غوښتنو سره برابر نصاب او تدریس ولري، د څېړنې او نوښت فرهنګ پیاوړی کړي، خپل استادان او اداري پرسونل وروزي، محصلین مسلکي او اخلاقي وروزي او په پایله کې هېواد او ټولنې ته وړ، متعهد، اسلامي، ملي او مسلکي کادرونه وړاندې کړي. دا د پلان تر ټولو مهم او محوري هدف بلل کېدای شي.
درنښت
د شرعیاتو پوهنځي د سراتيژيک پلان فرعي کمېټه