د شرعياتو پوهنخي د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لاسته راوړنې

 د شرعیاتو پوهنځی د فقهې اوقانون څانګې د ۱۴۰۵ تحصیلي کال له پیل څخه تردې دمه لاندې لاسته راوړنې او پر مختګونه کړي دي:

اول : د سمستر په پیل کې یوتن علمي کادر غړي د مزار شریف تخصصاتو ته د دکتورا لپاره معرفي شوی.

دوهم : د یادې څانګې دوو استادانو له پوهنمل علمي رتبې څخه د پوهندوی علمي رتبې ته ارتقاء کړي ده.

دريم: د لومړي سمستر په پای کې د یادې څانګې څخه (۱۲) دولس تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ  او د ټولنې د خدمت لپاره وړاندې شوي.

څلورم: د یادې څانګي دوو استادانو په خارجې ژورنال کې مقالې چاپ او  نشر کړي دي.

پنځم: د یادې څانګې شپږو تنو استادانو د وردګو پوهنتون د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو په علمي کنفرانس کې مقالې منل شوي او د چاپ لپاره تیارې دي.

شپږم: دفقه اوقانون څانګې محصلينو او د حقوقو اوسیاسي علومو پوهنځی محصلینو ترمنځ تمثیلی محکمه  په لار واچول شوه په ډیر ښه شان یې وړاندې کړه.

اووم : د فقه اوقانون او اسلامي تعلیماتو د لومړیو او  دوهمو ټولګيو  محصلینو ترمنځ رقابتي سیالۍ په لار واچول شوې، لله الحمد د فقه اوقانون څانګې دريو محصلینو د اول ، دوهم او دريم مقام تر لاسه کړ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

اتم : د فقه او قانون څانګې محصلينو او د حقوقو اوسیاسي علومو پوهنځی محصلینو ترمنځ د میراث ترعنوان لاندې سیالي  په لار واچول شوه، چې د فقه اوقانون څانګي زیاتو محصلینو په یاده سیالي کې برخه اخیستې وه.

نهم: د یاده دې پاتې نه وي د تیر کال په ازموینو او د څار د راپور له مخې د شرعیاتو پوهنځی لومړي مقام خپل کړی.

په پاي کې له الله تعالی څخه غوښتنه او ارزو لرو چې په همدې شان په هر میدان کې یاده پوهنځی او یاده څانګه سر لوړی پاتې شي. والسلام