د جغرافیې څانګې معلومات

د جغرافیې څانګې لرلید، ماموریت او موخې

لرلید:

د جغرافیې ‌ډیپارټمنټ به د علمي، څېړنیزو او درسي فعالیتونو د پلي کولو له لارې د اسلامي او ملي ارزښتونو پر بنسټ د مسلکي جغرافیوي زده کړو خدمتونه وړاندې کړي او په راتلونکی کې د هیواد د طبعي او بشري پرمختګ په برخه کې فعاله ونډه واخلي.

 

ماموریت:

د جغرافیې ډیپارټمنټ ژمن دی، چې د ملي او نړيوالو معیارونو سره سم د زده‌کړې برابر، اسانه او عادلانه فرصتونو ته زمینه برابره کړي، څو زده‌کوونکي وکولای شي د علمي او مسلکي موخو د ترلاسه کولو له لارې اړین مهارتونه زده کړي او د خلکو او هېواد د خدمت وړ اشخاص وګرځي.
 

د جغرافیې څانګې موخې:

  • په دیني او مسلکي مینه سمبال کادرونو روزل.
  • په جغرافیاوي معلوماتو کې په عملي او نظري پوهه سمبال فارغان وړاندې کول.
  • په ملي او نړیوالو جغرافیاوي قضیاوو کې د معیاري معلوماتو درلودل.
  • د جغرافیه د څانګې فارغان به د هېواد طبعي سرچېنې پېژني او د هغوی جغرافیاوي ارزښت ته به قایل وي.

پورتنی لرلید او مارموریت د جغرافیې څانګې (۱۵) ۱۱/۱۲/۱۴۰۴ ګڼه غونډه کې تائید دي.

د ټولنیزو علومو پوهنځي په علمي شورا (۱۲) ۲۱/۱۲/۱۴۰۴ ګڼه غونډه کې تائید دي.

شماره

استاد

علمي ربته

تحصیل درجه

۱

نظیرګل صدیقي

پوهنیار

ماسټر

۲

عصمت الله زیار

پوهنمل

ماسټر

۳

زینت الله آرمان

پوهنیار

ماسټر