د اقتصاد پوهنځی لرلید رسالت او ارزښتونه
رسالت: (Mission)
د اقتصاد پوهنځی مهم رسالت په محلي، ملي او نړيواله کچه د اقتصادي اړتياؤ پر بنسټ د سپېڅلې ښوونې، زده کړې او څېړنې وړاندې کول دي. په اقتصادي سکتورونو کې د اړتیاؤ پر بنسټ غوره چوپړ وړاندې کول، تر څو د خلکو د ژوند کچې د لوړتیا سبب شي او د هغوی اقتصادي اړتیاؤ په پوره کولو کې اغیزمن تمام شي.
لرليد: (Vision )
د افغانستان په کچه په علمي ډګر کې د يوې اقتصادي غښتلې اکادميکې ادارې رامنځ ته کول، چې په پایله کې د اقتصادي پراسیپونو او مهارتونو له لارې د لوړ تولید، په ځان بسیا اقتصاد رامنځ ته کول، تر څو دغه په بل تړلی اقتصاد په ځان بسیا اقتصاد، د تصدیو اداره او تنظیم، داخلي او نړیوال مارکیټ لپاره د چاپیریال ساتنې د قوانینو په نظر کې نیولو سره غوره تولیداتو ته انکشاف ورکول دي.
بنسټیز ارزښتونه (Core Values ) :
- په سپېڅلې اسلامي او ملي روحیه د کادرونو روزل
- معیاري او باکیفیته لوړې زده کړې
- د څېړنې دود رامنځ ته کول
- د اکاډمیکې ازادۍ رامنځ ته کول
- سالم او اغېزمن مشرتوب دودول
- حساب ورکول
- په چارو کې سپېڅلتیا او د فساد پر وړاندې مبارزه
- د هر ډول توپیري چلند څخه ډډه کول
موخې
- د باکيفيته علمي کادرونو روزل.
- د د باکیفیته تدریس په موخه د استادانو د تحصيل درجه لوړول.
- د اداري او چوپړیزو کارکوونکو د کارکولو د کچې لوړول.
- د تر ټولو لوړو زده کړو لرونکو استادانو ګمارنه او د شته استادانو ظرفیت لوړونې په پار په کور د ننه او بهرنیو هیوادونو کې اسانتیاؤ برابرول.
- پوهنځی د لا بهبود په پار د نورو اړینو څانګو رامنځ ته کول او په علمي ډول لا غښتلی کول.
- د منل شويو نورمونو او ستندردونو،په چوکاټ کې فعالیت کول، په ماډرنه او نوې تکنالوژۍ مجهزه او د افغانستان د علمي ټولنې سره په مطابقت کې په بين المللي کچه د سيمې هيوادونوعلمي او اکادوميکو موسساتو سره پیوستون او متداومه اړیکه ساتل.
- د پوهنځى اداره هڅې کوي تر څو د تدریس په سيستم کې په کمي او کيفي لحاظ په دوامداره توګه پرمختګونه ولري.
- د اقتصاد پوهنځی اداره هڅه کوي او خپله دنده یې ګڼي تر څو په داخل او خارج کې د اقتصاد پوهنځيو سره د تواميت پروتوکولونه امضا کړي.
- په پوهنځۍ کې د نظم او دسیـپلين کچې لوړونه تر څو د مقرراتو او لوايحو مطابق د پوهنځی اداري او تدریسي چارې پرمخ بوتللی شي.
د اقتصاد پوهنځی اسانتياوې، ځانګړې کړنې او هڅې
د اقتصاد پوهنځی یو ځانګړی تعمیر لري ولې د دغه تعمیر د درې خونو څخه د محصلانو معاونیت، د محصلانو چارو مامورین او همدا شان په یوه اطاق کې د تدارکاتو امریت او د هغوی مامورین د خپلو کړنو په موخه ګټه پورته کوي. د اقتصاد پوهنځی په ټولو ټولګیو کې پراجکټورونه شتون لري او ټول استادان د پراجکټورنو څخه د تدریس په موخه ګټه کوي.
د اقتصاد پوهنځی په صنفونو کې د محصلینو د درسونو د کنټرول لپاره ځانګړی د کمرو سیسټم لري چې د پوهنځی له ریاست څخه په اسانۍ هر ټولګی کنټرولیدی شي.
د اقتصاد پوهنځی همدا شان د بهتر تدریس په خاطر په ټولګیو کې لوډ سپیکر نصب کړي تر څو د تدریس پر مهال د استادانو غږ هر محصل ته په سمه توګه انتقال شي چې دا هم په تدریس ښه اغیز پرې باسلی شي.
د اقتصاد پوهنځی په ۱۳۹۲ هـ ل کال کې د استاد رحمت الله منګل په غوښتنه او وړاندې شوې طرحې له مخې د لمړي ځل له پاره د استادانو او محصلینو په ګډو هڅو د فارغیدونکو محصلینو څخه کتاب ټولونې لړۍ پیل کړه او د اقتصاد پوهنځی په ریاست کې یو کوچنۍ کتابتون رامنځ ته شو ولې په ۱۳۹۳ هـ ل کال کې د دغه کتابتون لپاره یوه خونه ځانګړې شوه او د دغه کتابتون لپاره یوه ټولنیز بنسټ څلور المارۍ او د اقتصاد پوهنځی یو تن استاد پوهنیار رحمت الله منګل دوه المارۍ ډالۍ کړې اوس مهال اقتصاد پوهنځی یو مستقل کتابتون لري چې سلګونه کتابونه په کې موجود دي ،چې محصلین او استادانو لپاره تر ډېره مؤثر او ګټور دی. اقتصاد پوهنځی د محصلینو په هڅو او د مختلفو بنسټونو په مرسته د پوهنځی شاوخوا زرغونه او ورغوله چې محصلین د ناستې، تفریح او ازموینو په پار ګټه ترې پورته کوي او یو ښکلی زرغون چاپېریال یې رامنځ ته کړی.