د آمريت او کارکوونکو معلومات
شمېره | نوم | تخلص | رتبه | دنده | اړيکه | بريښناليک | عکس |
---|---|---|---|---|---|---|---|
۱ | دوکتور سبحان الله | شهاب | پوهندوی | د علمي مجلې آمر | ۰۷۷۴۳۰۲۴۷۷ | Subhanullah.shahab1364@gmail.com | |
۲ | نورمحمد | انقلابي | د علمي مجلې عمومي مدير | ۰۷۷۷۷۹۱۶۵۳ | Noor.enqelabi@gmail.com | ||
۳ | رحیم الله | راحل | د علمي مجلې نشراتو مدير | ۰۷۷۸۷۷۴۱۱۷ | rahimullahszulf@gmail.com | ||
۴ | نعمت الله | ذهين | د علمي مجلې د متونو تصحيح مدير | ۰۷۷۹۹۶۰۴۰۳ | Naimatullahzaheen99@gmail.com |
چوپرتیاوې او مسؤلیتونه
د دندې موخه د څېړنې د پایلو د خپرولو اسانتیا، د څېړنې پر وخت خپرونه، د پروګرامونو پلان جوړونه، کنټرول او څارنه
تخصصي دندې
۱- د پوهنتون په کچه د څېړونکو د نتایجو خپرولو لپاره علمي او څیړنیز مشورې او لارښووني.
۲- د څېړنو آمریت سره همغږي د تخنیکی او بودجوي تشخيص او د کاري اونيز مياشتني او کلني پلان جوړول. د څېړنو آمریت څخه د تائید شویو څېړنو د پایلو (مقالو) تر لاسه کول.
۴- د تحرير هيئت د غونډو تنظیمول او د څېړنو پایلو (مقالو) پیژندنه، مرورگرانو ته.
۵- د ملي مجلې او نړيوالې مجلې د خپرولو پاليسۍ سره سم د تائید شویو علمي څیړنو د پایلو، پر وخت نشرول.
۶- د څېړنيز او ژورنالونو مرکزونو سره د معلوماتو تبادله ترڅو د څیړنې په برخه کې د علمي څیړنو او خپرونو فعاليتونو د تکرار مخه ونيول شي.
۷- د پوهنتون د نړیوال ژورنال او چاپي ژورنال څارنه او د غوره اجرااتو لپاره اړوند کارمندانو ته لازمه لارښونه.
۸. د يو منظم سیستم او انلاین ډيټابسجوړول تر څو د علمي او ادبي غلاوو مخه ونيول شي.
۹- د استادانو او محقيقنو لپاره د غوره او اغېزناکو تخنيکي خپرنیز ورکشاپونو لپاره مشورې ورکول.
۱۰- د څیړنیزو پروژو د فعالیتونو او لګښتونو او دهغې د عوايدو راپور د تطبیق د ښه والي په موخه د پوهنتون د څېړنو او مجلې مرستيال ته وړاندې کول.
۱۱- د پوهنتون استادانو او څېړونکو لپاره د څېړنو آمریت په مشترکه همغږۍ د کنفرانسونو او ورکشاپونو له لاري په نړیوالو ژورنالونو کي د څېړنو سابمیټولو لارښوونه.
۱۲- د ملي او نړيوالو مجلو د کیفیت او چاپ څارنه او همغږي رامنځته کول.
۱۳- د مجلو (ژورنالونه) د اړوندو مقررو، لوايحو او طرزالعملونو څارنه او تطبيقول.
۱۴- د مجلي (ژورنال) آمریت اړوند فعالیتونو څارنه او کتنه.
۱۵ - د مربوطه معاونیت په ستراتېژیک پلان کې همکاري او د اسانتیاوو رامنځته کول.
۱۶- د پوهنتونونو، علمي مجلو، مركزونو، ملي او نړیوالو بنسټونو سره د کډو څېړنيزو پدیدو د پلان ترتیب او همغږي رامنځته کول.
۱۷- د څېړنې خپرونو د ودې او پرمختک لپاره له معتبرو ملي او نړیوالو پوهنتونونو سره د تړونونو پلان جوړول.
مديريتي دندې
۱- اړونده مدیرتونو ته لارښوونه کول تر څو موخو ته د رسېدو لپاره اونیز، مياشتني او کلني کاري پلانونه ترتيب کړي.
۲. پلان شوو موخو ته د رسېدو لپاره د لاس لاندې پرسونل د فعالیتونو مدیریت او نظارت. له مسلکي اړخه د پوهنتونو د څېړنيز خپرونو څارنه او کنترول.
۴- څېړنو او مجلې معاونیت ته مياشتني ربعوار او کلنيو فعاليتونو اجرااتو په اړه راپور ورکول.
۵- د څېړنيزو فعالیتونو د پراختیا لپاره د ملي او نړیوالو، دولتي او غير دولتي موسسو له لارې د مالي سرچینو پیژندنه.
۶- په هېواد کې د علمي څېړنې د ترسره شوو فعالیتونو او څېړنو ته د لاسرسي په برخه کې د باور وړ ډېټابس رامنځته کول.
۷- د استادانو د څېړنيز و اثارو د ثبت لپاره د يو سېستم ایجادول.
۸. د قوانینو مقرراتو او طرزالعملونو پلي کول.
۹ - د کلني کاري پلان پر بنسټ د بودیجې پېژندل او د څېړنو د خپرونو لپاره د مجلې معاونیت ته وړانديز كول.
د همغږۍ دندې
۱- د لوړو زده کړو محترم وزارت د، تالیف، څېړنې او ژباړې له ریاست سره د اړیکو لپاره د زمینې برابرول.
۲- د لوړو زده کړو محترم وزارت د تالیف، څېړنې او ژباړې د ریاست د فرعي کمېټو او پوهنځیو سره هماهنگي رامنځته کول.
۳- د کورنیو او نړیوالو څېړنيزو بنسټونو د همغږۍ د جلبولو لپاره د پلان جوړول.
۴- د څېړنو د پایلو څخه په استفادې د نورو اړوند و سکتورونو سره د څېړنو د پایلو شريکول تر څو د پوهنتون د ودې او پرمختک
سبب شي.
د استخدام شرایط
.۱. غوښتونکی باید د پوهنتون رسمی اکادمیک غړی وي او لږ ترلږه د پوهنیار اکادمیک رتبه ولري
مهارتونه
غوښتونکی لږ تر لږه د ماسټرۍ سند ولري. غوښتونکی باید لږترلږه (۳) نړیوال معتبر مقالي ولري.
په ملي ژبو (دری او پښتو) کاملاً تسلط او د نړیوالې (عربی او یا هم انگلیسی) ژبو او همدا رنګه د اړتیا وړ کمپيوټري برنامو سره بلدتيا ولري.
د آمريت لرليد او رسالت
لرليد( Vision )
د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت تر چتر لاندې د علمي مجلې آمريت بۀ د پوهنتون د کادري غړو او څېړونکو د علمي ـ څېړنيزو مقالو او آثارو د خپرولو، بررسۍ او بياکتنې پۀ برخه کې اغېزناک رول ولري او لۀدې لارې بۀ د شيخ زايد پوهنتون مقام پر علمي موزينو د برابرې منځپانګې پۀ تولید او انکشاف سره د هېواد او سيمې پۀ کچه لوړ کړي.
رسالت ( Mission )
درنو څېړونکو او د پوهنتون کادري غړو ته د دوی لهٔ لوري د ترسره شوو تحقیقاتو د پایلو د نشرولو لهٔپاره مناسب بستر برابرول د علمي مجلې آمريت د استادانو او څېړونکو څخه د علمي ـ څېړنيزو مقالو د ترلاسه کولو، ارزونې، بياکتنې(بررسۍ) او پۀ علمي مجله کې د خپرولو پۀ برخه کې زيار باسي.