تاريخ څانګې پېژندنه
۱. د تاريخ څانګې لنډه پيژندنه
د تاريخ او جغرافيې مدغم څانګه د ټولنيزو علومو پوهنځي په چوکاټ کې يوه رسمي څانګه وه، چې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۱ هـ ش کال کـــــې د شيخ زايد پوهنتون ښوونې، روزنې پوهنځي په چوکاټ کــې رامنځته او بيا په ۱۳۹۳ هـ ش کال کې د ټولنیزو علومو پوهنځي په تأسیس سره د همدې پوهنځي په رسمي چـوکاټ کــې ځای پر ځـای شوه. دا چې په ۱۴۰۴ هـ ش کال کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پريکړې په اساس دا مدغم څانګه په ( تاریخ) او ( جغرافيې) څانګو ووېشل شوه او اوس د تاريخ څانګه د ټولنيزوعلومو پوهنځي په چوکاټ کې د مستقلې څانګې په توګه فعاليت لري.
۲. د تاريخ څانګې لرلید (Vision )
د تاریخ څانګه په پام کې لري، چې د تاریخ د علم په ډګر کې د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره خپلې ټولنې ته په ملي، سيمه يیزه او نړيواله کچه متخصص، ژمن او پياوړي کادرونه وړاندې کړي؛ ترڅو د خپل هېواد په علمي لوړتيا کې د رغنده وڼدې په اخېستلو سره، د مورخينو او څېړونکو لپاره د تاريخ د علمي او مسلکي ليکنې په برخه کې زمينه برابره کړي او په نږدې راتلونکي کې وکولای شي، چې د سیمي او نړۍ له هېوادونو سره د سيالۍ جوګه شي.
۳. د تاريخ څانګې رسالت (Mission)
د تاریخ څانګه هڅه کوي، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې، د تاریخ علم په پراختيا او پياوړتيا سره ملي او نړيوالو اړتياو ته په پام د تاریخ د تدريس او څېړنې په برخه کې د يو باکيفيته تحصیلي نصاب په لرلو سره، چې په اسلامي او ملي ارزښتونو بنا وي، محصلانو ته په ملي، سيمه یيزه او نړيواله کچه معياري او مسلکي خدمتونه وړاندې کړي، چې له مخې يې د تاریخ په برخه کې د بازار د اړتيا په پام کې نېولو سره په نوې ټکنالوژۍ او مهارتونو سمبال، وړ، متخصص او مسلکي کادرونه د ليسانس په کچه وروزي.
۴. د تاريخ څانګې موخې
د تاریخ څانګه غواړي، چې خپل محصلين د تاریخ له علم سره آشنا کړي او داسې زمينه ورته برابره کړي، چې د تاریخي پېښو او حالاتو په څېړنه او تحليل کې د خپل انتقادي تفکر څخه په ګټې اخيستنې سره لاندې موخې ترلاسه کړي.
- په اسلامي او وطني روحيه د محصلانو روزل .
- د تاریخ د علم د څېړنو په ډګر کې د محصلانو د مسلکي پوهې لوړول.
- د دولتي او خصوصي ادارو لپاره د تاریخ په مسلک کې د تدريس په موخه د مسلکي کادرونو روزل.
- د تاریخ په برخه کې د تاریخي او علمي څېړنو او تاریخ لېکنې لپاره د زمينې برابرول.
- د اسلامي او ملي روحيې په پام کې نېولو سره د هېواد د اصېل کلتور ساتنې، بډاينې او پراختيا لپاره هڅه کول.
- د بازار د اړتياوو مطابق د محصلانو د مهارتونو، ظرفيتونو او وړتياوو لوړول.
۵. د تاريخ څانګې ارزښتونه (Values)
۱- دیني ارزښتونه، بشپړعدالت او د هیواد د ملي ګټو پالنه.
۲- د انساني کرامت او مقام لوړتیا، د پوهې او پوهانو د درناوي په پیاوړې روحیه د محصلانو روزل.
۴- په ملي کچه د تاريخ د اړتیاو پر وړاندې مسؤلانه تعامل ته ژمنتیا.
۶- پرځان باور، نوښت، مشروع سیالۍ او پراخه علمي لید لورې ته وده ورکول.
۷- ملي مصالحو ته ژمنتیا او د سولې د روحیې پیاوړتیا.
۸- په بین المللي کچه د تاريخ په ډګر کې د یو فعاله او ګټور تعامل رول لوبول.
۶. د تاريخ د څانګې د فارغ التحصيل واضح تعريف
د شيخ زايد پوهنتون ټولنيزو علومو پوهنځي د تاريخ څانګه د ښوونځيو، د ښوونکو د روزونې مرکزونو، په پوهنتونونو کې د ټولنيزو علومو او ښوونې روزنې پوهنځيو او د علومو اکاډمۍ د علمي کادر، څېړنیزو بنسټونو او اړوندو دولتي او خصوصي ادارو لپاره د تاریخ په برخه کې مسلکي او تخصصي کادرونه وروزي. همدا ډول د لرغونو سيمو او آثارو د څېړنې او پلټنې، د مسلکي او تخصصي کادرنو د روزنې په موخه رامنځ ته شوی ده. د دې څانګې فارغ التحصيل د اړوند نصاب د بشپړ تطبیق، د لیسانس دورې د ټاکلو کریډیټونو او سمسترونو له بشپړېدو وروسته دا وړتیا ترلاسه کوي، چې د پوهې، مهارتونو او سلوک په برخو کې لاندې ځانګړتیاوې ولري:
د تاریخ څانګې فارغ التحصيل باید د لیسانس په کچه د تاریخ د علم پر بنسټیزو مفاهیمو، اصولو او میتودونو بشپړ تسلط ولري، د تاریخي پېښو، بهیرونو او تمدنونو په اړه ژوره پوهه ولري او وکولای شي چې تاریخي مسایل په علمي، تحلیلي او انتقادي ډول وڅېړي. همدارنګه د اسلامي او ملي تاریخ، کلتوري میراث، تاریخ لیکنې اصولو، څېړنیزو میتودونو او د تاریخ له نورو اړوندو علومو سره د اړیکو په اړه کافي معلومات ولري، څو د یو مسلکي تاریخپوه په توګه په ټولنه کې وپېژندل شي.
۲- د مهارتونو په برخه کې
د تاریخ څانګې فارغ التحصيل هغه څوک دی، چې د تاریخي موضوعاتو د تحلیل او تفسیر وړتیا ولري، د علمي څېړنې، راپور لیکنې او تاریخ لیکنې مهارتونه یې زده کړي وي او د تدریس په برخه کې لازمې وړتیاوې ولري. نوموړی د معلوماتي ټکنالوژۍ له اساسي وسایلو څخه استفاده کولای شي، د یوې نړیوالې ژبې سره بلدتیا ولري، او وکولای شي د ټولنې د تاریخي، فرهنګي او فکري ستونزو لپاره مناسبې او علمي حل لارې وړاندې کړي. همدارنګه د نوښت، سالمې سیالۍ او پر ځان باور روحیه ولري.
۳- د سلوک په برخه کې
د تاریخ څانګې فارغ التحصيل هغه څوک دی، چې د خپل تخصص تر څنګ په اسلامي او ملي ارزښتونو سمبال وي، لوړ اخلاقي معیارونه، وطن دوستي، د انساني کرامت درناوی او د ملي ګټو پالنه یې خپل اصل ګرځولی وي. نوموړی د ټولنې د فرهنګي ارزښتونو د ساتنې او پراختیا لپاره ژمن وي، د سولې، عدالت او ټولنیز یووالي د پیاوړتیا لپاره کار کوي او له هر ډول تعصب او تبعیض څخه ډډه کوي. همدارنګه په ملي او نړیواله کچه د علمي او مسلکي تعامل وړتیا لري.
۵. د تاريخ څانګې د استادانو پيژندنه
|
شماره |
نوم |
تخلص |
رتبه |
تحصیل درجه |
دنده |
څانګه |
اړيکه |
ايمېل ادرس |
|
|
۱ |
حکمت الله |
سايل |
پوهنمل |
ماسټر |
آمر |
تاریخ |
0700887284 |
hikmatullahsayel@szu.edu.af |
|
|
۲ |
زورلي |
صديقي |
پوهاند |
ماسټر |
استاد |
تاریخ |
0771902350 |
zarwalisedeqi@gmail.com |
|
|
۳ |
سيف الله |
غروال |
پوهندوی |
ماسټر |
استاد |
تاریخ |
0705801302 |
gharwalsaifullah@gmail.com |
|
|
۴ |
فقيرالله |
آسايش |
پوهنمل |
ماسټر |
استاد |
تاریخ |
0777420404 |
Faqirullah.asaish@gmail.com |
|
|
۵ |
خواجه نعيم آغا |
صديقي |
پوهنيار |
ماسټر |
استاد |
تاریخ |
0775504240 |
Naimsidiqi1374@gmail.com |
|
|
۶ |
محمداسمعيل |
محمديار |
پوهنيار |
ماسټر |
استاد |
تاریخ |
0765349464 |
muhammadyarmangal302@gmail.com |
|
۷. د ستراتيژيک پلان مطابق د څانګې راتلونکي پروګرامونه
۱- د نصاب عصري کول او د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم یې بیاکتنه او پراختیا.
۲- د مسلکي او علمي کادرونو د ظرفیت لوړول (د استادانو د ماسټرۍ او دوکتورا کچې ته د هڅونې له لارې).
۳- د تدریس د نوې میتودونو (Student-centered learning) پلي کول او د انتقادي تفکر وده.
۴- د څېړنې کلتور پیاوړتیا او د علمي مقالو، مونوګرافونو او څېړنیزو پروژو زیاتوالی.
۵- د علمي سیمینارونو، کنفرانسونو او ورکشاپونو منظم تنظیم.
۶- د کتابتون بډاینه او د عصري علمي منابعو (کتابونو، ژورنالونو او ډیجیټلي سرچینو) برابرول.
۷- د معلوماتي ټکنالوژۍ (ICT) کارونې ته پراختیا ورکول او د تدریس په بهیر کې د ټکنالوژۍ ادغام.
۸- د محصلانو د عملي مهارتونو د لوړولو لپاره د عملي پروګرامونو ، عملي څېړنې تنظیم.
۹- له نورو پوهنتونونو او څېړنیزو بنسټونو سره د علمي همکاریو پراخول.
۱۰. د څانګې لپاره د اداري او درسي خونو برابرول، تر څو د مطالعې او زده کړې اسانتياوې برابرې شي