شیخ زاید پوهنتون کی د معززو علماء کرامو لخوا محصلانو ته د اسلامي ثقافت په برخه کې افتخاري درسونه پیل شول.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۹:۴۲
د غونډې د ګډونوالو انځور

هغه راټولېدنه چې شنبه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د سنبلې ۱۸مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د صفر المظفر مياشتې له ۲۳مې نيټې برابره وه، شیخ زاید پوهنتون رياست په تالار کې رابلل شوې وه، د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستيال او سرپرست ښاغلي سید اسماعيل روحاني، شیخ زاید پوهنتون معاونینو، علماء کرامو، پوهنځیو رئیسانو او استادانو ګډون کړی و.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په سره پیل شوه.

ګ

 

د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستيال او سرپرست سید اسماعيل روحاني په خپله پرانیستونکي وینا کې وويل:(( د لوړو زده کړو وزارت له لوري دغه ضروري پروګرام به په ټولو پوهنتونونو کې پلی شي او ياد دیني درسونه به د محصلانو په فکري جوړښت کې لا کټور تمام شي.))

i

شیخ الحدیث افضل حسن حسیني، شیخ الحدیث خيرالله شاه احقر او د خوست ولایت امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اوریدلو ریاست رئیس شیخ الحدیث شرف الدین نقره کار ویناوې وکړې، دوی محصلان په دیني برخه کې په ښه ډول روزنه، په ادارو کې د الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم اوامرو او احکامو ته په پوره توجو باندې ټینګار وکړ.

غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.

h

 

kh

 

sh

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۹
Background image

محصلانو ته د جـرمي صحنې په مورد تمثیل وړاندې شو.

د شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د قــتل جــرمي صحنې په اړه تمثیل وړاندې شو، چې پکې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حــقـاني، مرستیالانو، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۰
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې لخوا دوه مياشتنی سيمينار پیل شو.

دغه سيمینار چې د شيخ زايد پوهنتون بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو لپاره د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري د پوهنتون ادارې سره په همغږۍ په لاره اچول شوی، چې په ترڅ کې به یې بېلا بېلو دیني. . .

BACK TO NEWS