شیخ زايد پوهنتون کې د طبیعي علومو ملي سمپوزیم د ارزونې او پای مراسم تر سره شول.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۸:۳۵
شیخ زاید پوهنتون

نن پنجشنبه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د چنګاښ مياشتې ۲۲مه نيټه، شیخ زاید پوهنتون کې د طبیعي علومو ملي سمپوزیم د پای مراسم د قاري محمد جواد لخوا د قرآن کريم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول. مراسمو ته د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نيازي په خپله وینا کې خوښي څرګنده کړه چې یاد سمپوزیم یې په بريالیتوب سره پای ته ورساوه، نوموړي د لوړو زده کړو وزارت د رهبري، بېلا بېلو پوهنتونونو رئیسانو، استادانو، مېلمنو څخه زياته مننه وکړه چې په دې ملي سمپوزیم کې تر پايه پاتې شول او زياته یې کړه چې د دوی قدر او عزت یې په هغه ډول چې لازم و، شاید نه وي تر سره کړی. همدارنګه د شیخ زاید پوهنتون له استادانو په ځانګړي ډول له هغه استادانو او اداري کارکونکو څخه چې د ياد ملي سمپوزیم په ترتیب کې یې مهمه برخه لرله مننه وکړه.321

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي دوکتور لطف الله خيرخواه ياد ملي سمپوزیم مثبت وارزاوه او د افغانستان د ټولو پوهنتونونو رئیسانو او استادانو څخه چې په یاد سمپوزیم کې یې ګډون کړی و او مقالې یې وړاندې کړې مننه وکړه، همدارنګه د شیخ زاید پوهنتون له مشرتابه او استادانو څخه چې د دغه ملي سمپوزیم چارې یې په ښه ډول تنظیم کړې وې مننه وکړه. نوموړي په راتلونکي کې دا ډول سمپوزیمونو او کنفرانسونو د لا زياتېدو او ځینو نمګړتیاوو د اصلاح یو شمېر سپارښتنې هم وکړې.

123

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوی احسان الله ناصح او د بدخشان پوهنتون رئیس ښاغلي نقیب الدین قاضي زاده د لوړو زده کړو وزارت له رهبري او د شیخ زاید پوهنتون له رهبري مننه وکړه، چې په بریالیتوب یې یاد سمپوزیم پای ته ورساوه.

۲۲

د ناستې په پای کې هغه ايوارډونه او تایید لیکونه چې د لوړو زده کړو وزارت او شیخ زاید پوهنتون ادارې له خوا برابر شوي و، په مشخصو ګډونوالو ووېشل شول او مراسم د دعاء په ویلو پای ته ورسیدل.

۱۲

12

۱۱

11

۱۲

11

12

1023

147

نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون علمي ژورنالونو لپاره نوي ويب پاڼه جوړه شوه.

د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت اړوند علمي ژورنالونو د څېړنيزو مقالو د ثبت او خپراوي لپاره د کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي سیستمونو څانګې محصلانو؛ عصمت الله ایوبي، احسان الدین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلانو ترسره کړي پروژې وړاندې کړې.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۹مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له پنځمې نیټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون کمپيوټر ساینس پوهنځي د څلورم ټولګي محصلانو ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۵۳
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د مونوګرافونو د دفاع لړۍ پیل شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۱۰مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له پنځمې نیټې سره سمون لري، شیخ زاید پوهنتون کې د مونوګرافونو څخه د دفاع لړۍ په ترڅ کې نن ورځ د. . .

BACK TO NEWS