د جیولوجیستانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د معدنونو ریاست او د شیخ زاید پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۱۱:۱۱
szu social science

تیره ورځ(۱۱ حمل ۱۴۰۰)چهارشنبه د جیولوجیستانو نړیوالې ورځې په مناسبت د امام ابوحنیفه رح د غونډو په تالار کې د ټولنیزو علومو اړوند د تاریخ او جغرافیې څانګې او د خوست ولایت د معدنونو ریاست سره د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک او د یادې ورځې په اړه سمینارونه د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو له تلاوت وروسته وړاندې شول.

szu social science

په سمینار کې د پوهنتون علمي مرستیال شفیع ګل شفیقي، مالي او اداري مرستیال فیض الله فیض، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، د معدنونو رئیس لایق محمد او د یاد ریاست اداري کارمندانو او زیات شمېر محصلانو ګډون کړی و.

د استاد پوهنیار عصمت الله زیارد پیلیزې وینا وروسته، علمي مرستیال شفیقي په هیواد کې د جیولوجیستانو په ارزښت او ضرورت په تفصیل سره خبرې وکړې، د افغانستان د جیولوجي په تاریخي پس منظر یې رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې د افغانستان جغرافیه کې ۱۴۰۰قیمتي منرالونه موجود دي، چې له دې جملې څخه لاجورد یې شاوخوا ۴۵۰۰ کاله پخوا د یوې قیمتي تیږې په توګه پیژندل شوې وه. 

szu social science

ورپسې د معدنونو ریاست اړوند انجینر وکیل خان افتاب لخوا (د خوست ولایت جیولوجي) ترعنوان لاندې د منرالوجي په برخه کې، د ټولنیزو علومو پوهنځی استاد نظیرګل صدیقي د( ډبرو دوران) په برخه کې او د خوست دارلمعلمین رئیس او مشر استاد سید احمد شاه خالص د (جیوکرونالوجي) په برخه کې په زړه پوري سمینارونه ګډونوالو ته وړاندې کړل.

szu social science

د یادونې وړ ده، چې د شیخ زاید پوهنتون رهبري د پوهنتون د محصلانو د علمي ارتقاء په موخه، ورته ډول تفاهم لیکونه له نورو ریاستونو سره هم لاسلیک کړیدي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۲۷
Background image

د څېړنې ميتودولوژي تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد او خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو ته د څېړنو ميتودولوژي تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱۴
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د پسرلني سمستر د پای ازموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون ۱۴۰۵ هـ.ش کال د بهاري سمستر ازموینې نن پیل او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د څېړنو لپاره کمپيوټري احصایوي تحلیلونو پروګرام (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شیخ زايد او د خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د علمي څېړنو لپاره کمپيوټري احصايوي تحليلونو پروګرام يا (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

BACK TO NEWS