شیخ زاید پوهنتون کې د هیواد خپلواکۍ ۱۰۱ کالیزه ښه په ذوق سره ولمانځل شوه

szu_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۷ - ۱۶:۰
شیخ زاید پوهنتون  کې د هیواد خپلواکۍ ۱۰۱ کالیزه ښه په ذوق سره ولمانځل شوه

:شیخ زاید پوهنتون کې د هیواد خپلواکۍ ۱۰۱ کالیزه ښه په ذوق سره ولمانځل شو

شیخ زاید پوهنتون کې د هیواد خپلواکۍ ۱۰۱ کالیزه ښه په ذوق سره ولمانځل شوه
نن ورځ ( ۲۷/اسد/۱۳۹۹) د شیخ زاید پوهنتون د عبدالصمد خان اڅکزي تالار کې د افغانستان خپلواکۍ ۱۰۱ کالیزه د استادانو ، محصلانو او اداري کارمندانو لخوا ښه په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه. غونډه د قران کریم په مبارکو ایتونو سره پیل شوه ، چې ورپسې د پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي په خپلو پیلیزو خبرو کې د مبارکۍ ترڅنګ ددې ورځې اهمیت او ارزښت ګډونوالو ته په لنډو ټکو کې څرګند کړ او دغه ورځ یې په تاریخ کې د انګلیس څخه د نورو اسیایي هیوادونو خپلواکۍ او د ترقۍ پیلامه وبلله.ورپسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس پوهنمل محمد شفیق مندوزي په خپله وینا کې د استقلال ګټونکي پاچا غازي امان الله خان په میړانه ، زړورتوب او هغه هنر چې څنګه افغانان سره متحد او د ښکیلاکګر په وړاندې یې سوق کړي ، رڼا واچوله.
ددې پرتمینې غونډې بل ګډونوال د حقوقو او سیاسي علومو استاد پوهنیار رباني وحدت د خپلواکۍ اتل غازي امان الله پر شخصیت ، ژوند او د هغه په اصلاحاتو مفصلې خبرې وکړې او د اتل پاچا په وخت کې یې د مطبوعاتو او فردي حقوقو لاسته راوړنې مهم ګامونه وبلل.
د یادولو وړ ده چې د زمري ۲۸مه په هیواد کې د یوه ځانګړي برم څخه برخمنه ده او هر کال یې افغانان په داخل او خارج کې په خاصو مراسمو سره لمانځي.
په پای کې غونډه د یوه سرلوړي او سیال افغانستان په دعا سره پای ته ورسیده

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۵:۲۲
Background image

د دوحـ.ـې تړون کتاب ازموینې پایلې د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.

هغه غونډه چې په همدې موخه د شيخ زايد پوهنتون لیلیې په مسجد کې رابلل شوې وه، د خوست ولایت پوهنې رئيس شيخ الحدیث مسلمين راشد، د شیخ زايد پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنمل نورالله حسین خېل،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۳:۳۴
Background image

د شيخ زايد پوهنتون اکسیر، د انجینري او ټکنالوژي نوښتونو علمي څېړنيزې مجلې چاپ او پر لیکه شوې.

د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت له لوري د انجینري او ټکنالوژي نوښتونو او د طب په برخه کې د اکسیر څېړنيز او تحقیقي ژورنالونو لومړنۍ ګڼې چاپ او پر لیکه شوې. چې د علم او پوهې مينوالو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۱:۴۱
Background image

د شيخ زايد پوهنتون ټولنیزو او طبیعي علمي څېړنيزې مجلې چاپ او پر لیکه شوې.

په یادو مجلو کې د ټولنيزو او طبیعي علومو په بېلا بېلو موضوعاتو باندې لیکل شوي ۳۳ څېړنيزې مقالې شاملې دي، چې د قرآن کريم د جلا جلا نزول حکمتونه، په اسـ.ـلامي فقه کې د امـ.ـير شرطونه، کم. . .

BACK TO NEWS